لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د خپل سفارتکار د وژنې غندنه کړې ده


د پاکستان د خارجه چارو وزير خواجه اصف په کابل غږ کړی دی چې په افغانستان کې دې د پاکستاني سفاراتکارانو د ژوند تحفظ یقيني کړي.

خواجه اصف په خپل ټویټر باندې په جلال اباد کې د یو پاکستاني سفارتکار رانا اقبال د وژنې غندنه کړې ده.

په ننګرهار کې چارواکي وايي د گل په ورځ یو شمېر موټر سایکل سپرو د جلال اباد په ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ یو کار کوونکی په ډزو وژلی دی

پېښه د ښار په درېیمه ناحیه کې د دوشنبې په ماښام وشوه. بریدګر له سیمې تښتېدلي دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وویل چې د پاکستان د قونسلګرۍ دغه کار کوونکی رانا اقبال نومېده چې د اسلام اباد اوسېدونکی و.

د پاکستان سفاتکار په داسې وخت کې وژل شوی دی چې د دواڼو هېوادونو اړيکې د تاو تريخوالي سره مخ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG