د پاکستان او افغانستان ترمینځه د طورخم په سرحدي پوله د ایف سي یا ملیشا ځواکونو په چیک پوسټونو باندې شوې ترهګر حملې وروسته پاکستان د افغانستان سره خپله شريکه پوله يو وارې بيا د تګ راتګ لپاره بنده کړی ده
چارواکي وايي ترهګرو د ملېشا ځواکونو په پوستو د لاسي بمونو سره حمله کړې چې پکې شپږ د ملیشې عسکر او ۲عام ملکي کسان ژوبل شوي
پاکستان د روان کال د فرورۍ په مياشت کې هم د افغانستان سره ګډه پوله د هغې وروسته تړلې وه چې په پاکستان کې په يوشمېر ترهګر حملو او بمي چاودنو کې د ١٠٠نه زيات کسان وژل شوي وو
ددې ترڅنګ پاکستان د مۍ په مياشت کې هم د افغانستان سره په پوله پرتو دوه کلو جهانګير او لقمان د کشالې په سر د چمن ګډه پوله تر ۳ هفتو تړلې وه
افغانستان د پاکستان لخوا په یواړخيزه ډول د پولې د تړلو غندنه کوي او وايي پاکستان د نړي والو قانونو خلاف ورزي کوي
پاکستان او افغانستان نزدې ٢٦٠٠ کلوميټره اوږده پوله لري چې پاکستان يي خپله نړي واله پوله ګڼي خو افغانستان يي د نړيوالې پولې په هيڅ نه مني
پاکستان او افغانستان دواړه په يوبل تورونه لګوي ترهګر ورته په دغه پوله وراوړي
پاکستان په ورستيو کې په دغه پوله د ازغن تار لګولو او ۹۰۰ چېک پوستو جوړولو ژمنه کړې چې ورته افغانستان سخت غبرګون ښودلې
پاکستان وايي د افغانستان سره ګډه پوله مضبوطولو سره به دوي په هېواد کې روانه ترهګري قابو کړي خو ځنې څيړونکي د پاکستان په دغه ګام نيوکې کوي چې پاکستان پخپله پخپله خاوره ترهګر پټ کړي ولې پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي دوي په قبايلي سيمو کې د ترهګرو په ضد کامياب پوځي عمليات کړي او اکثره ترهګر د پولې پورې خوا تختېدلي دي