لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پاکستان د ډیورنډ په پوله د برلين ديوال جوړوي"


په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفير حسېن حقاني ويلي دي پاکستان د ډیورنډ په پوله د برلين ديوال جوړولو کوښښ کوي. خو هر چاته معلومه ده چې د برلين دیوال چرته لاړو.

حسېن حقاني وي او ای ډيوه ته په لندن کې په یوه ځانگړې مرکه کې اوویل پاکستان به دیوال جوړ کړي او ازغن تار به ولگوي خو د پولې دواڼو خواو ته پراته پښتانه به څنگه بیلوي؟

ښاغلي حقاني پاکستان ته خبر دارې ورکړو چې د جرمنیانو د تقسيم لپاره د برلين د دیوال انجام دې هېرنه کړي. نوموړي دا خبرداری د سات په غونډه کې د ډیوه سره د خبرو په وخت ورکړو.

هغه اوویل د ډیورنډ د پولې دواڼو خواؤ ته پښتانه اباد دي " د افغانانو، خپل منځه قامي، خانداني، او قبايلي خپلوئ دي، دا په دیوالونو نه شي بیلول کیدلې"

د پاکستان یو بل پخواني سفير رستم شاه مومند هم ويلي دي " نړیوال باید د ډیورنډ په کرښه د دیوال مخنيوی وکړي. ښاغلي شاه وي او اشنا څانگې ته په یوه تازه مرکه کې اوویل امریکا او نورو قدرتمنو ملکونو ته پکار ده چې دا مسله حل کړي ځکه چې په پولې د دیوال جوړول د هغه لوظنامو سرغړونه ده چې د دواړو ملکونو ترمنځ شویدي"

ښاغلي مومند زیاته کړه دغه ډول گامونو سره اسانۍ نه شي پیدا کیدلې "دغه ډول گامونه د خلکو مشکلات زیاتوي"

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:20 0:00

ښاغلی حقاني وايي که پاکستان د ترهگرو مخه نیول غواړي نو خپله تگلاره دې بدله کړي "هغه ترهگر چې د پاکستان څخه په افغانستان کې حملې کوي دهغوي مخه نیول پکار دي، او که چري د افغانستان لخوا څه غلط کار کیږي نو دواڼه هېوادونه دې ددې د مخ نيوي لپاره کار په گډه کار وکړي"

هغه اوویل پاکستان له د خپلو گاونډیانو سره په ارام د اوسیدلو تگلاره جوړول پکاردي.

حقاني وايي " پاکستان له به "د نه منلویا انکار" خپله تگلاره بدلول پکار وي، دويي تل وايي د دويي خوا ته هر څه سم دي خو داسې نه ده"

ښاغلي حقاني د ډیورنډ په پوله د ازغن تارلگولو، نوو پوستو جوړولو او خندقونو کنستلو په سرنېوکې په یو داسې وخت کې کړي دي چې د پاکستان پښتانه ملت پالان ددغه کار ستاینه کوي.

Hussain Haqani inteview with deewa
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

د پاکستان د پښتنو ملت پالوگوندونو دريځ

د پاکستان خوا ته د پښتنو ملت پالو گوندونو پخوا ویل چې د ډیورنډ د پولې فیصله به د سيمې اولسونه کوي خو اوس چې د پاکستان پوځ دغه کار شورو کړی دی نو دويي د ازغن تار لگولو، پوستو جوړولو او خندقونو کنستلو په سرخاموشه دي.

ددې گوندونو مشران اوس وايي په پوله د ازغن تار لگولو او خندقونو کنستلو سره به د تر هگرو مخه ونیول شي، دغه دريځ د پاکستان د پوځ هم دی.

په پاکستان کې د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان په 14م ستمبر په یوه سیاسي غونډه کې د ډیورنډ د کرښې په اړه د ناستو خلقو نه پوښتلي وو چې که فاټا د پاکستان د اساسي قانون ترمخه د پاکستان برخه وي نو ایا ډیورنډ بیا حد شو او که نا؟ د نوموړي پوښتنې ته په ځواب کې ناستو خلقو "او" اوویل او لاسونه ېې وپړقول.

ددغې پوښتنې ورسته هغه خپل دريز ورنکړو خوتیر کال ېې په یوه مرکه کې ډیوه ته ويلي وو چې د ډیورنډ کرښه د پښتنو په سينه راکښل شوې ده چې هېچا ته د منلو وړ نه ده او قانوني اعتبار نه لري.

ښاغلي خان ويلي وو پخواني پوځي امر جنرل پروېزمشرف ورته د خپلې واکمنۍ پر مهال ویلي وو که چېرې دی د افغانستان صدر حامد کرزي ته ورشي او د ډیورنډ کرښه ورباندې ومني، نو د ترهگرۍ او بد امنۍ ټولې معاملې به له مينځه ولاړې شي.

اسفنديار ولي خان وایي چې مشرف ته یې په ځواب کې وويل "چې ستا قوم د کشمیر کرښه نه مني نو د حامد کرزي قوم به ولې د ډېورنډ کرښه ومني"

د پښتونخوا ملي گوند مشر ښاغلی محمود خان اڅکزی وايي د یو تن په نه منلو سره دغه لیکه نه ختمیږي اوزما په منلو سره نه پخیږي. د ډیورنډ په موضوع د یو شمیر مرکو په وخت ډیوه ته ښاغلي اڅکزي خپل دريځ ويلی دی. په یوه مرکه کې ښاغلی اڅکزی واي ” د ډیورنډ د کرښې لوظنامه د یو زورور انګریز او د یو شکست خورده واکمن تر مینځ شوی وه. دا وس د دوؤ اولسونو فیصله ده، او د دواړه غاړو د اولسونو په مرضۍ ولاړه ده “. هغه اوویل د کرښی منل یو رنگ او نه منل بل رنگ معنا ورکوي. د هغه په خیال د ډیورنډ د کرښې مستقبل "د دواړو غاړو د اولسونو په طاقت، اراده او خوښه پوری دی"

د پاکستان د پوځ دريځ

د افغانستان د نيوکو او اعتراض باوجود پاکستان د ډېورنډ په 2600 کلوميټره اوږده پوله پوستې جوړوي، خندقونه کني او ازغن تار لگوي.

د پاکستان د پوځ یو مېجر جنرال نعمان ذکريا روانه میاشت د افغانستان پولې ته نزدې د قبايلي سیمې جنوبي وزيرستان په انگور اډه کې خبر یالانو ته اوویل په پوله د ازغن تار او د څارنې د الاتو لگولو سره به دواړو غاړو ته د بريدونو مخه ونيول شي. هغه اوویل اوس به یوه اينچه ځمکه د دويي د څارنې څخه نه پاتې کیږي، هغه ازغن تار او جوړې کړې پوستې هم خبر یالانو ته وښودلې.

د پاکستان د پوځ په پېښور کې کور کمانډر د ستمبر په میاشت کې یو پاکستاني ټي وي ته په شمالي وزيرسان کې ويلي وو اوس هغه ورځې لاړې چې خلق به د پولې پورې راپورې په خپله خوښه تلل راتلل.

پاکستان وايي د کال 2018 د د سمبر د میاشتې پورې به د افغانستان په پوله د پوستو جوړولو، ازغن تار لگولو او خندقونو کنستلو کار سرته ورسول شي.

د افغانستان دريځ

په اسلام اباد کې د کابل سفير ډاکټرحضرت عمرزاخیلوال په خپله یوه تازه مرکه کې ډیوه ته ويلي وو "مونږ د ډیورنډ په کرښه د امنيتي هم اهنگۍ طرفدار یو، مگر په دې کرښه د دیوال یا دتار لگولو یا بل هر ممانعت چې دواڼؤ خواو ته بیلتون پیدا کوي مونږ ددې مخالفت کوو، دا کار به نور تاو تریخوالې پیدا کړي"

زاخیلوال وايي " په پوله باندې ددغسې اقداماتو لپاره د دواڼو هېوادونو په لندن غونډه کې صلاح دا وه چې په پوله څه قسمه کار کیږي د یو بل سره به پرې مشوره کیږي"

د ښاغلي زاخېلوال دغه خبرې په ډیورنډ کرښه د امنيتي گامونو په حقله وې خو

دا معاهده افغانانو کله هم رسمي نه ده منلې. اوسني صدر ښاغلي اشرف غني او پخواني صدر ښاغلي حامد کرزي بیا بیا ويلي دي د ډیورنډ معاهده نه خو افغانانو پخوا منلې وه او نه ېې اوس منلو ته تیار دي.

د افغانستان د امیرانو او له هغې وروسته ټولو حکومتونو که شاهي وو که جمهوري که دکمونیسټانو دور ؤ او که د مجاهدینو، طالبانو او یا اوسنی منتخب حکومت دور دی چا هم په خپل وخت کې د ډیورنډ کرښه د رسمي سرحد په توگه هیڅ وخت نه ده قبوله کړې.

د ډیورنډ معاهده

د ډیورنډ معاهده په کال 1893 کې د برتانوي هند او افغانستان د هغه وخت امیر عبدالرحمن خان ترمنځ لاسلیک شوې وه. د دې معاهدې په حقله افغان مورخين وايي دا معاهده د انگریزانو لخوا له امیر سره د دولتونو په بنیاد نه بلکي په شخصي توگه لاسلیک شوې وه.

د ډیورنډ معاهده یواځې یو تړون نه بلکې دا په یو شمېر وختونو کې بیا بیا ليکل شوی ده لکه د 1893، 1905، 1919، 1921 معاهدې .

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG