لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ١٦م دسمبر پاکستان ولې دوه ټوټې شو؟


په ١٦م دسمبر ١٩٧١ کې د پاکستان ٩٠٠٠٠ زره پوځ په ډهاکه کې دهند پوځ ته سلامي شو، پاکستان دوه ټوټې شو، مشرقي برخه یې یو نوی وطن بنگله دېش جوړ شو.

تاريخ پوهان وايي د بنگال د پاکستان څخه د بیلېدلو گڼ علتونه وو، هلته خلقو ته لکه دمغربي پاکستان د خلقو په رنگه ايني او قانوني حقونه نه وو ورکړې شوي، د هغويي مورنۍ ژبه لاندې ساتل شوې وه، او هلته د ترقۍ رفتار د مغربي پاکستان په شان نه ؤ.

نن ددغه پېښې ۴٦ کاله ورستو د پاکستان دماتېدلو په ورځ په پاکستان کې پښتانه وايي د دويي سره هم لکه د بنگالیانو سلوک کیږي او په هېواد کې ورته د برابرۍ حقونه، نه ورکول کیږي.

ډیوه ریډیو ته په خبرو کې د قبايلي سيمې څخه خبریال صفدر داوړ اوویل په هېواد کې د وړو صوبو خلکو ته یو شان نه کتل کیږي:

"د اظهار په اذادۍ پابندۍ دي، انصاف نشته دی"

هغه اوویل په قبايلي سيمه فاټاکې د اولس سره ډېر ظلم روان دی:

"د تور قانون ایف سي آر لاندې د یو تن په خطا کې ټول کلي ته سزا ورکول کیږي"

د پاکستان په قبايلي سيمه فاټا کې اولس غوښتنه کوي چې هغويي ته دې لکه د نور پاکستان د خلکو په رنگه ايني او قانوني حقونه ورکړې شي.

په بنگله دېش کې د پاکستان څخه د بیلیدلو تحريک هغه وخت شورو شو کله چې پاکستان اقليتي ژبه اردو دهېواد سرکاري ژبه وگرځوله.

په۱۹۵۲م کال کې د ډهاکه پوهنتون، جگناتهـ پوهنتون، او ډهاکه ميډيکل کالج محصلینو په یو امنناکه لاریون کې غوښتنه کوله چې بنگالي ژبه دې د اردو ژبې سره سمه د پاکستان رسمي ژبه وگرځول شي. خو په لاریونونو د پولیسو لخوا ډزې وشوې، او یو شمېر تنه پکې ووژل شول.

په پاکستان کې پوهان وايي مورنۍ ژبې پښتو، سندي، بلوڅي او ان تر دې چې د واکمن پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو ژبې نه لاندې ساتل شوي دي .

د پښتو ژبې وتلی لیکوال او د پښتانه مترقي لیکونکیو مشر محب وزير وايي د غوښتنو باجود هم پاکستان ماشومانو ته په مورنۍ ژبو کې تعليم نه ورکوي، هغه اوویل:

"پښتنو ته په خپله ژبه کې زدکړې خو په خپل ځای ، سکولونه هم نه ورکول کیږي"

هغه اوویل په ځانگړې توگه په فاټا کې د تعليم حال ډېر افسوسناک دی.

په فاټا کې په کال ٢٠١۴ م کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو په وخت د شمالي وزيرستان زیاتره کلي او بازارونه په ټینکونو نړولي وو.
نړیوال مطبوعات وايي د مارچ په ٢٥مه په ١٩٧١م کې د شپې یولس بجې د پاکستان پوځ د اذادۍ غوښتونکو بنگالیانو په کورونو او دکانونو ټینکونه اوخیژول. د رپورټونو تر مخه دوه ورځې وروستو خبریالانو په لارواو سړکونو پراته مړي وليدل.

د دغه پېښې په حقله د ډېلي ټیلیگراف ورځپاڼې ساېمن ډرینگ نومې خبریال د ټېلي گراف په لومړۍ پاڼه د (خداې او ېو متحده پاکستان) په نوم مضمون کې ليکلي وو د ډهاکې په لارو چنو کې د وینو سیلاب راغلی دی- د ډېلي ټیلیگراف، دي باسټن گلوب، نیویارک ټایمز، دي گارډېن خصوصي رپورټونه کې د پوځ په ټینکونو د وژل شوو شمیر د درې مېلینه پوری ښودلې ؤه. رپورټونو کې راغلي وو د بنگال د څلور لکه ښځو سره په زور پوځیانو زنا کړې ده- وروستو ځيني روپورټونو کې راغله ېو نيم لک پورې بنگالۍ پېغلو د پاکستاني د پوځیانو ناجايزه بچي وزېږول. د پاکستان پوځ ددغې رپورټونو په ځواب کې اوویل دا هر څه دروغ دي.

د پاکستان د یو قانون پوهه او سېنېټر بیرسټر سېف خیال دی پاکستان د خپلو دغه ظلمونو څخه ذدکړه نه ده کړې. هغه اوویل:

" دعا کومه چې اوس هم د پاکستان مشران ددغه پېښو څخه څه عبرت واخلي"

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG