لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان پاکستان ته د طالبانو کوم مشران ورکول او په بدل کې کوم طالبان غواړي؟


د پاکستان د انگریزۍ ژبې اخبار اېکپرېس ټريبون خبر ورکړی دی د پاکستان او افغانستان د چارواکو تر منځه د طالبانو د بدل یا ورکړې راکړې فېصله شوې ده.

اخبار دا خبر په داسې وخت کې خپور کړې دی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه به سبا له د اتوار په ورځ په یو مهم سفر افغانستان ته رسي.

اخبار ليکي دپاکستان خارجه وزير خواجه اصف ويلي وو چې افغان چارواکو ورته په پاکستان کې قید د هندوستاني جاسوس کلبهوشن یادو د ورکولو په بدل کې د آرمي پبلک سکول د حمله کونکي حواله کولو وړاندېز کړی دی.

د اخبار تر مخه د افغانستان د قامي سلامتیا مشير حنيف اتمر د پاکستان د خارجه وزير خواجه اصف په بیان د غبرگون ښکاره کول څخه ډه ډه وکړه.

حنيف اتمر ويلي دي دواڼو اړخو په پاکستان کې د تندلارو پټو ځایونو او په پاکستان کې بندي د پينځه اعلا طالب مشرانو د تبادلې په سر خبرې شوي دي خو داچې په دغه خبرو کې د هندوستان یا د کم هندي وگړي زکر نه دې شوې.

د هندوستان لخوا په دې خبر هيڅ تاید یا ترديد نه دی راغلی خو د هندوستان چارواکو تل ويلي دي د کلبهوشن یادو د راخلاصؤلو هر ممکن کوښښ به کوي.

د خواجه اصف په رنگ حنيف اتمر هم ددغه افغان طالبانو دنومونو په حقله څه نه دي ويلي خو اخبار د خپلو سرچينو تر مخه ليکلي دي ددغه طالب مشرانو په فهرست کې د ملا برادر نوم هم شمال دی. ملا برادر د افغان طالبانو پخواني امير ملا عمر نایب ؤ.

اخبار وايي کابل د پاکستان نه د احمدالله عرف ملا نانۍ د حواله کولو هم غوښتنه کوي. نانۍ د طالبانو د شورا غړی او د د طالبانو د یو بل مشر ملا اختر منصور د استخباراتو مشر ؤ. نانۍ د پاکستان په کړکېچ ځپلې صوبه بلوچستان کې په کال 2016 کې د اکتوبر په میاشت کې نيول شوې ؤ.

په نورو ممکنه طالب مشرانو کې یو بل مهم نوم د ملا رسول دی. ملا رسول په کال 2015 کې د اگست په میاشت کې د ملا عمر د مړينې د خبر راتلو ورستو د ملا اختر منصور په لاس د بیعت کولو نه انکار کړی ؤ. ملا رسول د طالبانو ځانله ډله جوړه کړې وه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځه په اوسني وخت کې اړيکې د تاو تریخوالي ښکار دي. اسلام اباد او کابل په یو بل شکونه کوي او د ترهګرو ډلو د مرستو تورونه لگوي.

امریکا اوافغان حکومت بیا بیا په پاکستان تور لگوي چې په خپله خاوره يې هغه ترهگرو له پناه ځایونه ورکړي دي کومې چې په افغانستان کې د افغان عسکرو پرضد جنگیږي. پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

څیړونکي وايي کې چري د دواڼو ملکونو ترمنځه د قېدیانو تبادله په کامیابۍ سره وشي دا به سفارتي اړيکو سمولو پلو یو مهم گام وي.

په دې موضوع د رحيم الله یوسفزی د رحمان بونيري سره مرکه واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:01 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG