لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

update

پاکستانی جر نېل نه په شا کیږي

ليک: محمد حنيف
ژباړه : مختار خليل

د صدارت څخه د لرې کیدلو نهه کاله وروستو پخوانی جرنېل مشرف یو وار بیا په سپکو سپورو سر شوی دی او واک ته د رسېدلو ناکامه هڅې يې شورو کړي دي. هغه ويلي دي که په اقتدار کې راغلو نو د پخوا په شان به یو ډکټېټر نه وي بلکې په قانوني توگه منتخب شوی حکمران به وي.

اگر چې د جنرل مشرف دعوا د ليوني خوب دی خو ښکاري چې دی د خپلو ارادو نه اوړيدونکی نه دی، دی چې څومره زړېږي دومره یې عقل کمېږي.

اگر چې د جنرل مشرف دعوا د ليوني خوب دی خو ښکاري چې دی د خپلو ارادو نه اوړيدونکی نه دی، دی چې څومره زړېږي دومره یې عقل کمېږي.

د جرنېل تېر وخت هر چاته یاد دی چې دطالبانو او غربي نړۍ په منځ کې دَ جگړې په وخت یې ځان د یواځيني اهم تن په حېث خرص کړې ؤ. دا سې سوداگانو کې چې پاکستاني جرنیلان کومې ځانگړې گټې کوي هغه دَ هم وکړې. یعني دَ د کېمپ ډیوډ چکر ولگؤ، په دبۍ کې او د لندن په زړه کې د یو کور مالک شو، د ده ليکلی شوی کتاب زر زر خرص شو، او دی د ټيلي وژن د یوې خپرونې مالک شو.

په تیر وخت کې چې کومو گوندونو د مشرف ډله پره کوله هغويي د مشرف د دې سودا بازو څخه ناخبره وو او اوس وايي چې د مشرف د ٢٣ گوندونو د ایتلاف جوړولو سره یې هيڅ تعلق نشته دی.

مشرف اوس هم په دې خبره ټينگ ولاړ دی چې دی پاکستان د اوسنو مشکلاتو څخه اوښکلی شي. اوسنۍ سیاسي ناقلاري د نواز شريف د عدالتونو لخوا د نااهله کیدلو ورستو جوړه شوې ده.

د پاکستان د پوځ سر لښکران د پېنشني کېدلو نه ورستو په ښو ښو نوکرولگېدلي دي. لکه دا وخت جنرل راحیل شريف د سعودي عربستان په مشرۍ کې د سني مسلمانانانو ملکونو د جوړ شوي اتحادي پوځ مشر دی

د پاکستان د پوځ سر لښکران د پېنشني کېدلو نه ورستو په ښو ښو نوکرولگېدلي دي. لکه دا وخت جنرل راحیل شريف د سعودي عربستان په مشرۍ کې د سني مسلمانانانو ملکونو د جوړ شوي اتحادي پوځ مشر دی. د ده نه وړاندې جنرل اشفاق پروېز کیاني ؤ. ښاغلي کیاني پوځ له د کورونو جوړولو د ادارې ډیفېنس هاؤسېنگ اتارټي، ډي اېچ ای له د زمکو اخستو په سوداگانو کې د خپل ورور د١٧ اربه روپو د غلا غولتو کولو ورستو ځان خاموشه کړی دی.

جنرل مشرف لس کاله حکمران پاتې شوی دی، او د اقتدار خوند یې لا د خولې نه وتلی نه دی. دی اوس بیا د اقتدار خوبونه ويني. خو د جرنېل د سياسي ارمانونو پوره کیدلو په لار کې ډېر خنډان دي. ښاغلی د یو داسې ملک د حکمران جوړېدلو خوبونه ويني چې دی ورته په تیر یو کال کې نه دی ورغلی. دی په پاکستان کې په یو شمېر مقدمو کې اشتهاري مفرور دی. په دې کې ځيني مقدمې د قتل او د هېواد سره د غدارۍ هم دي.

د مشرف د صدارت موده څه ډېره ښه نه وه. په کال ١٩٩٠ کې د په خپل سر د پاکستان په سوونو پوځیان د هندوستان خلاف د سیاچن مورچې ته ولیږل کوم چې ټول اووژل شول. د مشرف سیاسي رقيبه بینظير بټو هم د ده په واکمنۍ کې قتل شوه،او مشرف هم هغه په خپل قتل ملامته کوي.

په جنرل مشرف درې کاله وړاندې په بیلو بیلو تورونو کې د ١٢ نه زېاتې قضيي روانې وې، دی یو ځل عدالت ته د پېشۍ لپاره روان ؤ خو په لاره کې د ناروغۍ په بهانه د عدالت په ځای پوځي هسپتال ته لاړو. دی دغلته تر هغې پروت ؤ تر څو چې ورله د پوځ د مخبرۍ ادارو د عدالت نه ضمانت وانخستلو او په کال ٢٠١٦ کې دې ادارو جرنېل بهر ته اوښکلو. د بیا ورستو اقرار وکړو چې جرنېل راحيل یې په وښکلو کې مدد کړې و.

د مشرف د اقتدار په وخت کې په اسلام اباد کې دا مشهوره وه چې په خدای او مشرف کې دا توپير دی چې خدای ځان مشرف نه گڼي

د وتلي پاکستاني ناول ليکونکي او کالم ليکونکي ښاغلي محمد حنيف دا مظمون په امرېکايي اخبار نیو یارک ټایم کې چاپ شوی دی او د ډیوه همکار مختار خليل ترې ځيني برخې ژباړلې دي.

See all News Updates of the Day

د فېض اباد پرلت د پلټنو رپورټ د ای ایس ای پخوانی مشر فېض حمید اؤ نور پوځي چارواکي بې قصوره بللي‌

د فېض اباد پرلت د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای پخوانی مشر جنرال(ر) فېض حمید اؤ نور پوځي افسران بېګناه بللي.

یاد کمیشن په کال 2017 کې د ترسره شوي د توندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د احتجاجي پرلت په مهال د اړي ګړي د رامنځته پېښو پړه د پنجاب د هغه وخت په حکومت اچولې چې مشري یې موجوده وزیراعظم شهباز شریف د وزیراعلا په توګه کوله.

د فېض اباد د پرلت په مهال د اړي ګړي د پېښو د پلټنو لپاره د پاکستان د سترې محکمې په امر جوړ کړل شوي د پلټنو کمیشن خپل رپورټ مرکزي حکومت ته سپارلی دی چې پکې په هغه وخت کې د پنجاب حکومت ددغو پېښو مسول یا ذمه وار ګرځول شوی دی.

کمیشن پخپل رپورټ کې ویلي چې د پلټنو په مهال داسې څه ثبوت مخې ته نه دی راغلی چې ګنې د دغه پرلت تر شا د کومې ادارې لاس ؤ.

په کال 2017 کې د شوي دغه احتجاجي پرلت نه وروسته د ای ایس ا ی د هغه وخت په ډایریکټر جنرل لیفټننټ جنرل (ر) فېض حمید تورونه لګول شوي وؤ چې د منتخب حکومت پرضد د توندروه ډلې دعه پرلت دده په لمسه راجوړ کړی شوی ؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې جنرال فېض حمید د پرلت په برخه والو "لفافې" ویشلې.

په هغه وخت سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو اؤ خبریالانو دعوې کړې وې چې فېض حمید د پرلت په برخه والو پیسې ویشلي دي خو پوځي سرچینو بیا ویلي وؤ چې د پرلت خورولو لپاره د پرلت ځېنو برخه والو ته د ستنېدو لپاره د لارې کرایه ورکړل شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر سید اختر علي شاه په مشرۍ د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې د پیسو په ویشلو تورن جنرال فېض حمید اؤ د هغه وخت د پنجاب د رینجر ځواکونو مشر میجر جنرال نوید اظهر حیات په هغوي د لګول شوؤ تورونو نه پاک کړي اؤ ویلي یې دي چې لیفټننټ جنرال فېض حمید یوازې په هغه څه عمل کړی چې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ جوړه شوې یوه غونډه کې یې ورته د کولو وینا شوې وه.

د درې کسیز کمیشن د رپورټ له مخې په 22م نومبر کال 2017م کې د تسره شوې غونډې د منټس یا روداد نه هم ددې خبرې پخلی کیږي چې فېض حمید هر څه د هغه وخت د حکومت په خوښه کړي دي اؤ د پرلت په اړه د شوؤ ټولو پرېکړه ذمه واري پخپله پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم منلې ده.

کمیشن پخپل رپورټ کې د پرلت ذمه واري په هغه مهال پنجاب کې د شهباز شریف په صوبایي حکومت اچولې ده اؤ ویلي یې دي چې د پنجاب حکومت له لوري دغه احتجاجي لاریون ته د اسلام اباد په لوري د تګ اجازه ورکول یو نامناسبه عمل ؤ.

رپورټ کې ویل شوي چې د شهباز شریف،احسن اقبال، زاهد حامد اؤ افتاب سلطان څخه هم پرلت کې د ایجنسیو د لاس لرنې په بابله پوښتنې شوې دي خو دغو ټولو ګواهانو هم په دې پرلت کې د کومې ادارې یا شخصیت د لاس لرنې پخلی نه دی کړی.

کمیشن ویلي چې د پنجاب حکومت په لمړي سر کې ددې احتجاجي لاریون مخه نیولی شوه خو دخپلو ووټونو بچ کولو لپاره یې داسې ونه کړل چې دا یو نامناسبه ګام ؤ اؤ باید د قصور وارانو په ضد اقدام وکړل شي.

کمیشن پخپل رپورټ کې سپارښتنه کړې ده چې د رینجرز اؤ ایف سي ځواکونه دې سرحدونو ته ولېږل شي اؤ ښاري سیمو ته باید هغوي را ونه بلل شي بلکې په دغو ځواکونو مصرفېدونکي وسایل دې په پولیسو مصرف کړل شي.

کمیشن په نېشنل ایکشن پلان د عمل کولو سپارښتنه هم کړې ده.

پښتونخوا کې د روانو بارانونو له امله 21 کسان مړه شوي، 32 ژوبل، د کابل سیند تر مورګو اوښتی

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو صوبایي دولتي اداره پي ډي ایم ای وایي د تېرو څلورو ورځو پرله پسې بارانونو له امله 21 کسان مړه شوي اؤ 32 نور ژوبل شوي دي.

دا مهال د چارسدې په مقام د کابل په سیند کې د لوړې درجې سیلاب بهیږي اؤ اؤ سیلابي اوبه د خلکو په فصلونو ورماتې شوې دي چې له امله یې فصلونو ته سخت زیان رسیدلی دی.

د سیلاب نه د خلکو ژغورلو لپاره د چارسدې په مقام د کابل سیند په غاړه له ابادیو خلک خوندي سیمو ته ویستل شوؤ اؤ هم د سیمې خلکو خپل څاروي اؤ نور سامانونه په لوړه پروت موټروی (سړک) ته راویستلي اؤ هلته یې کډې اړولې دي.

د پي ډي ایم ای په رپورټ کې ویل‌ شوي چې په تېرو څلورو ورځو کې د بارانونو له امله مړو شوؤ 21 کسانو کې 9 ماشومان اؤ 3 ښځې هم شاملې دي.

د دولتي ادارې د رپورټ له مخې د پښتونخوا بیلابیلو ضلعو کې د دې بارانونو په مهال د کچه کوټو غورځېدو 330 پېښې مخې ته راغلي اؤ ددې ترڅنګ 53 کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي اؤ 277 کورونو ته څه نا څه زیان اوښتی دی.

پي ډي ایم ای ویلي چې د بارانونو اؤ سیلابونو نه په اغېزمنو سیمو کې یې خلکو ته مرستې لیږلې دي چې په هغې کې کمبلې، د اخلي پخلي سامانونه،درۍ ،تولایانې اؤ خوراکي توکي شامل دي.

ډان ورځپاڼې د نهې - سه شنبې په ورځ ویلي د زیاتو بارانونو له امله د چارسدې په مقام د کابل سیند راختلی اؤ سیلابي اوبه د خلکو په فصلونو ورماتې شوي چې له امله یې ولاړو د غنمو اؤ نورو فصلونو ته سخت زیانونه رسیدلي دي.

د چارسدې اؤ پېښور تر منځ د سیندونو پغاړه له ابادو کورونو خلک خوندي سیمو ته ویستل شوي اؤ هم یو شمیر ځایي خلک پخپله له کورونو وتلي اؤ خپل سامانونه اؤ څاروي یې په لوړه پرتې موټر وی ته خيژولي دي.

د بلوچستان په چاغي سیمه کې هم تېره شپه د بارانونو له امله حفاظتي بند مات شوی اؤ باراني اوبه د خلکو کورونو اؤ دوکانونو ته ننوتلي دي.

په بلوچستان کې د زیاتو بارانونو له امله خوړونه اؤ راختلي اؤ یو شمیر ژورې سیمې د سیلابي اوبو لاندې ګیرې شوې دي.

ډاڼ ورځپاڼه وایي چې په چاغي کې ګڼ شمیر کورونه د بارانونو له امله پریوتي اؤ هم د خلکو تیار فصلونه تباه شوي دي.

د موسمیاتو محکمې وړاندوینه کړې ده چې د 16م اپریل نه بیا د بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې راښکې کیدای شي چې تر 19م اپریل به دوام ولري.

د پاکستان د خزانې وزیر وايي ايي اېم اېف سره يې د نور قرض دپاره خبرې شروع کړي دي

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په واشنګټن کې د ای اېف پي خبري ادارې سره مرکه کې وویل امکان دی چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده دري بېلین ډالرو قرض د یو اشاریه یو بېلین ډالرو اخېری قسط دا میاشت منظور کړي
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په واشنګټن کې د ای اېف پي خبري ادارې سره مرکه کې وویل امکان دی چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده دري بېلین ډالرو قرض د یو اشاریه یو بېلین ډالرو اخېری قسط دا میاشت منظور کړي

د پاکستان د خزانې وزیر ویلي په ملک کې د اقتصادي اصلاحاتو دپاره يې نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانيټري فنډ سره د قرض د نوي پروګرام په اړه خبرې شروع کړي دي.

ايي اېم اېف سره د پاکستان د موجوده د نهمو میاشتو او د دریو بېلین ډالرو پروګرام وخت سر ته رسېدونکی دی. پاکستان دغه قرض په ادایګۍ کې کمی د پوره کولو دپاره اخیستی و. د قرضونو په بېرته اداکولو کې خسارې پاکستان د اقتصادي بحران څڼدې ته ورسوولی و.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په واشنګټن کې د ای اېف پي خبري ادارې سره مرکه کې وویل امکان دی چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده دري بېلین ډالرو قرض د یو اشاریه یو بېلین ډالرو اخېری قسط دا میاشت منظور کړي خو پاکستان د مالیاتي ادارې سره د بلینونو ډالرو د نور قرض دپاره خبرې شروع کړي دي.

اورنګزېب وویل ايي اېم اېف سره د زیات او د اوږد مهاله قرض دپاره خبرې دا هفته شروع شوي دي.

د ايي اېم اېف ترجمان (نې) ای اېف پي ته وویل په موجود وخت کې د ايي اېم اېف توجو پاکستان سره د قرض موجوده پروګرام سرته په رسوولو ده.

د ايي اېم اېف ترجمان (نې) وویل د پاکستان نوي حکومت د قرض په نوي پروګرام کې د دلچسپۍ اظهار کړی دی او د ادارې عمله تیاره ده چې د نور قرض په پروګرام ابتدايي خبرې وکړي.

د واشنګټن د دورې په مهال به د پاکستان د خزانې وزیر په هغو غونډو کې هم شرکت کوي چې د ايي اېم اېف او د ورلډ بېنک په کوربتوب هرکال د سپرلي په موسم کې کېږي او د خزانې او ترقۍ وزیران، د اقتصاد دانشوران او شهري حقونو فعالان د نړۍ په اقتصاد بحثونه کوي.

د سږ کال غونډې به د نهې، سه شنبې، په ورځ په رسمي ډول شروع شوي او د نورو ترڅنګ په دوو اهم موضوعاتو به غور کوي، یوه د موسمي بدلون موضوع ده او بله د د نړۍ د مقروضو ملکونو مرسته کول دي.

د غونډو د شروع کېدو به موقع ايي اېم اېف نړیوال اقتصاد ته د کتنې په اړه خپل رپورټ ورلډ اکنامک اوټ لوک هم شایع کوي.

د پاکستان نوی حکومت د یو داسې صورتحال سره مخامخ دی چې د ملک اقتصاد ښه کولو دپاره به ځينې ګامونه اخلي چې ولس به يې ډېر نه خوښوي.

اورنګرېب وویل د پاکستان په اقتصاد کې بنیادي اصلاحات عملي کولو دپاره به لږ تر لږه د دریو کلونو قرض پروګرام غواړي. هغه زیاته کړه چې د اینده میاشت پورې به د ايي اېم اېف سره د نوي قرض څه شکل ښکاره شي.

پاکستان او د امريکې او چین سره اقتصادي تعلقاتو کې توازن

پاکستان د امریکې او چین دواړو سره نږدې اقتصادي تعلقات لري او هم د دې له قبله پاکستان په یو حساس صورتحال کې دی. دا ځکه هم چې چین او امریکا د یو بل سره په اقتصادي جنګ کې ښکیل دي.

اورنګزېب وویل امریکا د پاکستان د ټولو نه لوي اقتصادي همکار ملک دی، همیشه يې د سرمایه کارۍ په برخه کې د پاکستان ملاتړ کړی دی نو ځکه امریکې سره تعلق د پاکستان دپاره ډېر اهمیت لري.

بلخوا، اورنګزېب وویل، د سي پېک منصوبې دلارې به پاکستان کې په خصوصي توګه د بنیادي اسانتیاو په برخه کې ډیره سرمایه کاري شوې ده.

د اصلاحاتو پروګرام

د اقتصاد د بنیادي اصلاحاتو ترمخه چې د پاکستان مخکنی حکومت پې د ايي اېم اېف سره متفق شوی و، پاکستان هغو حکومتي ادارو د خرڅولو عمل شروع کړی چې په نقصان کې چلېږي.

د دغو ادارو د فهرست په سر کې د پاکستان قومي هوايي کمپني پي ايي ای ده. اورنګزېب وویل په اینده میاشت نیمه کې به معلومه شي چې پي ايي ای اخیستلو دپاره ممکنه بولي ورکوونکي څوک دي.

د پي ایي ای د خرڅېدو وروسته به معلومېږي چې د حکومت د پراېوېټایزېشن دا عمل څنګه دوام لري. د پاکستان د خزانې وزیر وویل په اینده کلونو کې د پراېوېټایزېشن عمل ګړندی کول غواړي.

د سعودي خارجه وزیر د پلاوي په مشرۍ د پاکستان صدر او وزیراعظم سره په مهمو موضوعاتو غږېدلی

د پاکستان په سفر تللي د سعودي د بهرنیو چارو وزیر اؤ ورسره مل پلاوي د پاکستان د صدر اصف علي زرداري اؤ وزیراعظم شهباز شریف سره لېدنې کړي اؤ ورسره یې پاکستان کې د سرمایه ګزارۍ په یو شمیر پروژو اؤ د دوه اړخیزه تعلقاتو په لا پراخولو خبرې اترې کړې دي.

پاکستان ته د سعودي عرب لوړ رتبه حکومتي پلاوي خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې په منځني ختیځ کې تاؤ تریخوالی ورځ تر بلې سیوا کیږي او د اسرایل-ایران ترمنځ تازه شخړې د سیمې د هیوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د سعودي عرب په دې پلاوي کې د سعودي د پانګونې مرستیال وزیر انجنیر ابراهیم بن یوسف المبارک، د د چاپېریال، اوبو او کرنې وزیرانجنیر عبدالرحمن بن عبدالمحسن الفضلي، د صنایعو او کاني زیرمو وزیر انجینر بندر بن ابراهیم بن عبدالله الخریف او د سعودي عرب نور لوړ پوړي چارواکي او سفارتکاران شامل دي.

د نهې - سه شنبې په ورځ پاکستاني رسنیو کې مخې ته د راغلو رپورټونو له مخې په دې لېدنه کې وزیراعظم شهباز شریف د سعوي عرب پلاوی پاکستان کې د سرمایه کارۍ د غوره فرصتونو څخه خبر کړی اؤ هغوي ته یې دپاکستان دننه د ټرانسمیشن لاینز، سولر اؤ کان کیندنې پروژو کې د سرمایه ګزارۍ په اړه وړاندیزونه هم ورکړي دي.

د لیدنې په مهال وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې پاکستان او سعودي عرب خپلو کې د ورورولۍ کلکې اړیکې لري چې بدیل یې نه لیدل کیږي .

هغه وویل چې سعودي د ازمیښت په هره شېبه کې د پاکستان سره لاس امداد کړی دی اؤ پاکستان سعوي سره خپلو اړیکو ته د ویاړ په سترګه ګوري.

وزیراعظم هیله ښکاره کړې ده چې پاکستان ته د لوړ پوړي سعودي پلاوي دا سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اسټریټجکي اؤ تجارتي اړیکو یو نوی باب پرانزي .

هغه ویلي چې پاکستان د سعودي سره خپلو تجارتي اړیکو اؤ د سرمایه کارۍ څانکه کې مرستې ته د ودې ورکولو لیواله دی.

په دې لیدنه کې وزیرعظم د سعوي پلاوي ته دپاکستان له لوري د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړې ده.

ډان ورځپاڼه وایي په لیدنه کې د سعودي خارجه وزیر د پاکستان سره خپلو تجارتي اړیکو اؤ د سرمایه کارۍ څانګه کې د مرستو پراخولو هوډ څرګند کړو .

تر دې وروسته د سعودي پلاوي د پاکستان صدر اصف علي زرداري سره هم لیدنه کړې اؤ د دوه اړخیزه تعلقاتو په لا پیاوړتیا اؤ تجارتي اړیکو اؤ سرمایه کارۍ ته په ودې ورکولو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

صدر زرداري د سعودي پلاوي سره د لیدنې په مهال ویلي چې پاکستان اؤ سعودي د لسیزو زړې اړیکې لري اؤ مونږ دا تعلقات د اوږدې مودې په تزویراتي،اقتصادي شراکت دارۍ کې بدلول غواړو.

د سعودي د خارجه وزیر په مشرۍ دا پلاوی تېره ورځ اسلام اباد ته رارسیدلی ؤ.

ناقدين وايي، په وروستيو کلونو کې پاکستان کې په دولتي کچه د سعودي عرب د پانګونو دعوې کړې خو نتيجې یې مخې ته نه دي راغلي.‏ د سعودي عرب لوړ پوړی پلاوی په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې ايران د اتوار په ورځ په اسرايل د ډرون او ميزايلو برید کړی دی.‏

څيړونکي وايي، په مينځني ختيځ کې سېوا کېدونکی کړکېچ به د سعودي عرب او پاکستان د خبرو مهمه موضوع وي. ايران د پاکستان سره ‏‎900‎‏ کلوميټره ‏پوله لري.‏

په پاکستان کې د انګرېزي ژبې ورځپاڼې دې نیوز د خارجه چارو د وزارت او په اسلام اباد کې د ایران د سفارت له خولې لیکلي چې د ایران صدر ابراهیم رییسي به هم اسلام اباد ته په راتلونکې اونۍ کې دوه ورځنی سفر کوي.

ورځپاڼې د هغه د سفر نېټه د اپرېل ۲۲مه ښودلې ده.

دا به د ایران او اسرایلو ترمنځ له تازه لانجې وروسته بهر ته د ایراني ولسمشر لومړنی سفر وي.

اسرایل ویلي، ايران د اتوار په ورځ په اسرايل ‏‎320‎‏ ډرون او ميزايلې داغلي، خو د امریکې او نورو هیوادونو په ملاتړ یې ‏‎99‎‏ فيصده راغورځولي دي.‏

زاهد خان: سوات کې دې امن او د سېلګرۍ سیمو ته دې اسانتياوې برابر کړل شي

سوات ګبين جبه
سوات ګبين جبه

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې د هوټلونو اتحاديه وايي، د پښتونخوا د سېلګرۍ حکومتي محکمې چې د وړوکي اختر په موقع سوات او ‏نورو سيمو ته د سېلګرو تلو کومې شمېرې ښودلي هغه ډېرې زياتې دي، د دوی په نظر دومره خلک په ځانګړي ډول سوات او د بره دير ضلعې د سېلګرۍ ‏سيمې کومراټ ته نه دي تللي.‏

د دوی په وینا که چرته په سوات کې تل پاتې امن په ځای شي او د سېلګرې ځایونو ته تر ټولو مهمه د ورتګ لارې يا سړکونه جوړ کړل شي، د سيمې ‏سېلګري به ورسره سېوا شي، ځايي خلکو ته به ترې د روزګار موقعې په لاس ورشي.‏

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ محکمې دعوه کړې، د وړوکي اختر په پينځو ورځو کې د پينځه لکه او ‏‎83,000‎‏ نه زيات سېلانیان د صوبې د سېلګرۍ ځايونو ‏ته ورغلي دي. ويل شوي تېر کال دغه شمېره يو لاک او ‏‎25,000‎‏ وه.‏

د خېبرپښتونخوا د ټورزم اتهارټۍ يا سېلګرۍ محکمې ویلي، د اختر په پينځو ورځو کې تر ټولو زيات خواوشا دوه لکه ‏‎37,00‎‏ سېلګري ګلياتو ته، او يو ‏نيم لک سېلګري د سوات مالم جبې ته ورغلي او د بره دیر کمراټ ته خواوشا ‏‎92,000‎‏ سېلانيان تللي دي.‏

په سوات کې د هوټلونو د اتحادیې مشر زاهد خان وايي، سوات ته د بهر څخه دومره سېلګري نه دي ورغلي، زیات ځايي خلک ورغلي خو بيا یې هم شمېره ‏دومره نه ده څومره چې د سېلګرۍ محکمې ياده کړې ده.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د مالم جبې په حواله چې کومې شمېرې ويل شوي، که د ورځې حساب وشي په مالم جبه کې د دومره خلکو او ‏ګاډو ځای کېدو ځای نشته.‏

نوموړي زياته کړه، په سوات کې د سېلګرۍ غټه علاقه کالام دی، په ټول سوات کې ‏‎450‎‏ هوټلې او خواوشا غټې وړې ‏‎700‎‏ رېسټورانټونه دي، يواځې په ‏کالام کې خواوشا ‏‎200‎‏ هوټلې دي.‏

هغه وویل، د اختر په ورځو کې د کالام په هوټلو کې د لس فيصده پورې هوټلو ته سېلګري نه دي ورغلي، د نوموړي په وينا د بحرېن څخه تر کالام پورې ‏خواوشا ‏‎35‎‏ کلوميټره لاره (سړک) ده، کومه چې په ‏‎2010‎‏ کې سېلابونو وړې وه، هغه بيا جوړه کړل شوی، خو نوموړی دعوه کوي د دغه لارې دپاره چې ‏څومره پېسې منظورې کړل شوې وې په هغې کې څلورمه برخه روپۍ پرې هم نه وې لګول شوې خو بيا هم يو څه لاره جوړه کړل شوې وه.‏

د زاهد خان په خېره تېر کال بيا سېلابونه راغله او د سوات سيند په غاړه دغه لاره یې ځای په ځای خواوشا اته کلوميټره بيا يوړه، بيا ځايي خلک او هوټلو ‏والو په خپلو پېسو يو څه کچه لاره جوړه کړه.‏

هغه وويل، سېلګري د سيمې د خلکو د روزګار سرچينه ده، حکومت ترې ټېکس ترلاسه کول غواړي، که چرته د سوات سېلګري بحال شي نو په کروړونو ‏روپۍ ګټه ترې ترلاسه کېدی شي.‏

زاهد خان زیاته کړه، پکار ده بهرني سېلګري راوستل شي، خو د پاکستان ويزې ګراني دي، خلکو ته په اسانه ويزې نه ورکول کيږي، سوات ته بهرني ‏سېلګري يو فيصد هم نه راځي، باوجود د دې چې د نوموړي په خبره د مري په مقابله کې په کالام کې هوټلې ‏‎70‎‏ فيصده ارزانې دي.‏

هغه وویل که په سوات کې امن په ځای شي ځکه دلته چې د ناامنۍ يوه پېښه وشي خلک وويريږي، بيا څوک نه راځي. بايد لارې جوړې کړل شي، هوټلونو ‏ته د ټېکسونو په برخه کې اسانتیاوې ورکړل شي، دغلته دا وخت د ‏‎20,000‎‏ پورې خلک په روزګار دي خو دغلته د دوی سره د ‏‎60,000‎‏ پورې خلکو ته د ‏روزګار زمينه برابرېدی شي.‏

په بره ديرضلع کې ځايي خبريال سيد زاهد جان هم وايي، هغه نه ګڼي چې د دير د سېلګرۍ سیمې کمراټ ته به دومره خلک ورغلی وي، څومره دعوه چې ‏شوې ده.‏

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د اختر په دويمه ورځ باران شورو شوی وو، نو خلک په باران کې زيات سېل له د تلو څخه ډډه کوي، بله دا چې د ‏کمراټ لاره هم هغه شان نه ده جوړه څنګه چې پکار ده.‏
د نوموړي په خبره د بره دير د مرکز نه تر کمراټ پورې خواوشا ‏‎95‎‏ کلوميټره لاره ده په دې کې نيمه پخه او نيمه بيا ډېره خرابه ده.‏

هغه وويل، د ځايي خلکو سره یې وخت په وخت خبرې کيږي ځايي خلک د سيمې سېلګرۍ ته د ودې ورکولو دپاره يواځينۍ غوښتنه د لارې جوړولو کوي، ‏په کمراټ کې خلکو په خپله ښې ښې هوټلې جوړې کړي او نوموړی دعوه کوي دغلته د اسلام اباد د مري او خېبرپښتونخوا د ګلياتو څخه څه، چې د سوات ‏د هوټلو نه هم ارزانې کمرې مېلاويږي چې پکې د ‏‎1000‎‏ او ‏‎2000‎‏ روپو پورې د شپې دپاره ښې کمرې هم شته.‏

سيد زاهد جان وویل، که چرته کمراټ ته يواځينۍ د لارې اسانتیا جوړه شي نو که دا وخت په يو موسم کې څلور لکه سېلګري ځي نو دا شمېره به يو په دوه ‏شي، خلکو ته به روزګار ترلاسه شي او حکومت به ترې د ټېکسونو په برخه کې هم ګټه پورته کوي.‏

د پښتونخوا د سېلګرۍ سيمو سوات کالام او بره دير کمراټ ته د لارو جوړولو په اړه د سېلګرۍ د محکمې ویاند محمد سعد وي او اې ډيوه ته ويلي، ‏دغلته اکثره لارې جوړې او که چرته کومې لارې خرابې دي، په هغو کار روان دی جوړيږي.‏

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG