لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې ځان مرگي او ډزو په حمله کې د جج په شمول ۱۱ کسان وژل شوي


د راپورونو ترمخه دوه ځان مرگي بريد کوؤنکو اول په کچرۍ کې ډزې کړي او بيا يې ځانونه الوزولي دي
د راپورونو ترمخه دوه ځان مرگي بريد کوؤنکو اول په کچرۍ کې ډزې کړي او بيا يې ځانونه الوزولي دي
د پاکستان پايه تحت اسلام اباد کې يوه کچرۍ کې ځان مرگي بريدونو کې د يو اډيشنل سيشن جج په گډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي .
د پايه تحت اسلام اباد په مرکز اېف اېټ سيمه کې کچرۍ کې دننه دغه پېښه نن د گل په ورځ رامنځته شوې ده ، د راپورونو ترمخه دوه ځان مرگي بريد کوؤنکو اول په کچرۍ کې ډزې کړي او بيا يې ځانونه الوزولي دي . چې په نتيجه کې يې د اډيشنل سيشن جج رفاقت اعوان په گډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي .
پېښه کې مړي او ژوبل کسان د اسلام اباد پمز روغتون ته وړل شوي دي ، د پمز روغتون ډاکټر جاوېد اکرم مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل روغتون ته په راوړل شوؤ مړو او ژوبلو کې زياته شمېره د وکيلانو ده .
د اسلام اباد د پوليسو مشر ډاکټر رضوان د پېښې په اړه ووئيل چې دوه ځان مرگي بريد کوؤنکو اول ډزې کړي او بيا يې ځانونه الوزولي دي ، ولې نوموړي زياته کړه د پېښې د نورو مالوماتو په اړه يې پلټنې پېل کړي دي .
هغه وئيلي بريد کوؤنکو اول ډزې کړي او بيا يې ځانونه په داسې حال کې الوزولي دي چې د وکيلانو چيمبر ته ورننوتل او پوليسو يې د ودرېدو هڅه وکړه .
پلازمينه اسلام اباد کې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده ، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحريک د حکومت په ضد د يوې مياشتې غېرمشروط جنگ بندۍ وئيلي دي .
او د اتوار په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان هم د طالبانو د جنگ بندۍ د اعلان وروستو د وسله والو طالبانو په ضد د پوځي عملياتو ځنډولو پرېکړه کړې ده .
ولې نوموړي وئيلي که د جنگ بندۍ په مهال د طالبانو لخوا د تشدد پېښې رامنځته شوې نو حکومت او پوځ بيا د هغويې په ضد د جوابي عملياتو پوره حق لري .

بلخوا ته د ځايې ميډيا د راپورونو ترمخه د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند شاهد الله شاهد اسلام اباد کې د شوي بريد څخه د لاتعلقۍ اظهار کړی دی ، او وئيلي يې دي چې طالبان د جنگ بندۍ د پرېکړې خلاف ورزي نه شي کولی .
د اسلام اباد د پوليسو مشر ډاکټر رضوان وئيلي د پېښې وروسته يې علاقه په گېره کې اخستې ، او د پېښې پلټنې يې پيل کړي دي .
د راپورونو ترمخه کهچرۍ کې د رامنځته شوې پېښې وروستو عدالتي کارروائي ودرول شوې ، او د سترې محکمې مشر قاضي تصدق حسېن جېلاني د پېښې نوټس اخستې او د وزيرداخله نه يې په دغې اړه رپورټ غوښتی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG