لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او فرانس: ترهگرو ته پناه ورکونکو هېوادونو په ضد به شريک گامونه اخلو.


هند او فرانسې د هغو هېوادونو پر ضد د نړیوالو گامونو د اخیستلو غږ کړی چې ترهگرو ته پناه ورکوي او ورسره مالي مرسته کوي.

هند ته په دوره ورغلي د فرانسې د بهرنیو چارو وزير ژان ايو له ډراين او د نوموړي هندۍ سیالې سوشما سوراج په گردې نړۍ کې د ترهگرۍ په کچه کې د زياتوالي په هکله اندېښنه څرگنده کړې ده.

دوي د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی خو هند په گاونډي هيواد پاکستان باندې تور لگوي چې په کشمير کی د ازادۍ لپاره جگړه کونکو ډلو سره مرسته کوي او ورته وسلې، روزنه او پټنځایونه ورکوي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

ښاغلي له ډراي وايي، هند او فرانسه ډيرې نږدې اړيکې لري.

په دې وروستيو کې هند له فرانسې څخه ٣٦ جنگي الوتکې اخېستي دي او په هند کې د سمندري بيړيو د جوړولو کار د يوې فرانسوي کمپنۍ په مرسته کېږي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هند ته په دوه ورځني سفر تللی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG