لاس رسیدونکی لینک

د فيفا فټ بال نړيوال کپ ۲۰۱۴م سيالۍ نن برازيل کې پېل کيږي


دغه لوبې به د پاکستان پنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې جوړ شؤو بالونو (برازوکا ) باندې کيږي
په نړۍ کې د اولمپکس لوبو پسې په دوهم نمبر د لوبو لويه مېله د فټ بال نړيوال کپ نن د زيارت په ورځ برازيل کې پېل کيږي ، او د ورلډکپ سيالو لمړی مېچ نن د کوربه برازيل او کروشيا د لوبډلو ترمينځ په ساؤپاؤلو ميدان کې ټاکل شوی دی .
په کال ‍۱۹۳۰م کې د يوراگوئې څخه پېل کيدونکو دغو سيالو دا شلم ځل دی ، چې د فټ بال ورلډکپ کيږي . دا ځل له دغه سيالۍ په برازيل کې کيږي ، او د ۳۲ هيوادونو لوبډلې پکې برخه اخلي . برازيل په دوهم ځل د فټ بال نړيوال کپ کوربه توب کوي .
که څه هم د پاکستان فټ بال لوبډله برازيل کې کېدونکو د نړيوال کپ سيالو کې برخه نه اخلي ، ولې دغه لوبې به د پاکستان پنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې جوړ شؤو بالونو (برازوکا ) باندې کولی شي .
او د دې سره سم د فټ بال نړيوال تنظيم فيفا د انتظام لاندې د ورلډکپ ۲۰۱۴م په موقع به د جولائۍ په مياشت کې برازيل کې د وړو روبوټونو ٫٫ روبو ورلډکپ ٬٬ سيالۍ کيږي ، چې پکې به د ۳۳ مختلفو ملکونو ټيمونه برخه اخلي ، او په دغو سيالو کې پاکستان ته د روبوټونو د شاملولو بلنه ورکړی شوې ده .
اسلام اباد کې د سنټرفار اېډوانس اسټډيز ان انجينيرنگ (سي ای اېس ای ) ادارې دغو مقابلو ته د خپلو جوړو شپږو روبوټونو لېږلو اراده کړې ده ، او د سي ای اېس ای وائس چانسلر ډاکټر شوکت حميدخان وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي ، د دغو مقابلو مقصد په کال ۲۰۵۰م کې د داسې روبوټونو ټيمونه تيارول دي ، چې د هاغې وخت د نړيوال چيمپيئنز سره به سيالۍ کوي .
د نن څخه د پېل کيدونکي فټ بال ورلډکپ ۲۰۱۴م سيالۍ د برازيل په ۱۲ ښارونو کې ټاکل شوي ، او د ورلډکپ دغه سيالۍ چې پکې به ۶۴ مېچونه کيږي ، د جولائۍ د مياشتې په ۱۳م به د فټ بال دغه مېله سر ته ورسي .
په داسې حال کې چې په ورستيو کې برازيل کې د فټ بال ورلډکپ د تيارو په لړ کې د زيات لگښت يا خرڅ په ضد مظاهرې شوي ، او مظاهرچيانو وئيلي چې د فټ بال ورلډکپ دپاره په تيارو د لگښت له کبله د دويې نورې بنيادي شعبې لکه صحت او تعليم دپاره ټاکل شوې پېسې مثاثر شوي دي .
د نهې په ورځ د برازيل ښځينه صدر دلما روسېف قام په ټيلي ويژن خپله وينا کې دغه تاثر رد کړی ، چې گنې د ورلډکپ په تيارو يې د برداشت نه زيات خرڅ کړی دی ، نوموړې په خپله وينا کې دا هم وئيلي چې د فټ بال نړيوال کپ دپاره يې تيارۍ مکملې کړي دي .
دلما روسېف زياته کړې د گردې نړۍ نه د فټ بال سيالوکې برخه اخېستونکو او د سيالو کتو له راغلو مېلمنو ته هرکلي وئيلو او لوبو پېل کېدو ته بيخي تيار دي .
په کال ۲۰۱۰م کې د فټ بال نړيوال کپ اسپېن گټلی ؤ ، او دې ځل له برازيل د ورلډکپ د گټې دپاره غوره يا خوښ ملک بلل کيږي .
د کال ۲۰۱۴م فټ بال ورلډکپ په سيالو کې د کوربه برازيل او دفاعي چيمپيئن اسپېن نه علاوه ۱۲ يورپي ملکونه ، پينځه جنوبي امريکايي ، پينځه افريقائي ، درې ايشيايي ، د شمالي او منځنۍ امريکا او جزائر عرب الهند څخه څلور او بحرالکاهل هيواودنو نه د يو ملک لوبډله برخه اخلي .
د فټ بال نړيوال کپ سيالو کې تر اوسه پورې تر ټولو زيات پينځه ځله د برازيل لوبډله په دغه کپ گټلو کې بريالۍ شوې ده .
اټلي څلور ځله ، جرمني درې ځله ، ارجنټينيا او يوراگوئې دوه دوه ځله ، انگلېنډ ، فرانس او اسپين يو يو ځل د فټ بال ورلډکپ په خپل نوم کړی دی .
د براعظم ايشيا ، اسټريليا او افريقې يو ملک هم تر اوسه په دغې کپ گټلو کې نه دي بريالي شوي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG