لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي حکومتي مطبوعات: ترک ځواکونه شام ته داخل شوي


د تیر کال په دې تصویر کې کرد وای پي جي ملیشیا مشران د امریکايي پوځي مامورینو سره لیده کاته کوي
د تیر کال په دې تصویر کې کرد وای پي جي ملیشیا مشران د امریکايي پوځي مامورینو سره لیده کاته کوي

د ترکي حکومتي مطبوعاتو ویلي د ترکي ځمکني ځواکونه د شام کرد سیمي ته ورداخل شوي دي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې اناتولي خبري ادارې وویل ترک ځواکونه د شام عفرین صوبې ته ور واوښتل. ددې نه یوه ورځ وړاندې ترک هوايي پوځ د هغه کرد جنگیالو په هدفونو بمباري وکړه چې امریکا یې ملاتړ کوي.

رايټرز خبري ادارې د کرد وایي پي جي ملېشې ترجمان له قول ویلي چې په عفرین کې ترک ځواکونه په شا تمبول شوي دي.

د خالي، شنبې، په ورځ ترکي ویلي وو چې هوايي جهازونو یې په عفرین صوبه او خپله په عفرین ښار کې ١٠٠ هدفونه ویشتلې وو. عفرین ښار د زرگونو خلکو ابادي لري.

ترکي په وايي پي جي الزام لگوي چې د ترکې په کرد سیمو کې یاغیتوب ته لمن وهي.

په شام کې د هوايي بردونو په اړه د ترکي صدر ویلي وو دې په نتیجه کې به د عراق پولې سره هغه وسله وال صفا شي چې د ترکي نه گیره چاپېرول غواړي.

اردوان خبرداری کړی چې د عفرین نه روسته به د ترکي پوځ د شام منبج ښار په نخښه کوي. د شام په دغه ښار کې امریکايي عسکر هم پرځای دي.

دداعش خلاف جنگ کې امریکا د وايي پي جی ملاتړ کوي. او واشنګټن اعلان کړی چې ددغه کرد ډلې په مرسته به په شام کې د امنیت سیمه قایموي. ترکې د امریکې په دغه اعلان احتجاج کړی دی.

شام د ترکي هوايي بریدونه غندلي او دغه یې تشدد او ظلم بللې دې.

د امریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن د خالي په ورځ د ترکي خارجه وزیر میولټ کیوسوولو سره خبري کړي، خو د امریکا سټیټ ډیپارټمنټ تروسه دغه خبرو اترو تفصیل نه دې شریک کړې. تیره اونې د امریکا حکومت ترکي باندې ټنګار کړې وو چې په وايي پي جې باندې برید مکوې. روس هم دغه شان اشارې ورکړي، او ماسکو ویلی دوي به د شام د علاقې دفاع کوي. د روس خارجه وزیر خپل یو بیان کی ویلی دوي ته د خالي په ورځ د هوايي بریدونو په اړه معلومات میلاو شوې او دوي په دې اړه اندیښمند دي او حالاتو جاج اخلي.

روس خپل موقف بیا تکرار کړې وايی دغه مسلې سیاسي حل رواستل پکار دي او په دغه کې د دشام د د خودمختارې دې خیال ساتل پکار دي. د جمع په ورځ د ملګرو ملتونو سکټري جنرل انتانیو ګټاروس ویاند سټیفن ډوهیرک ویلی په عفرین باندې د هوايي بریدونو رپورټونه مخې ته راغلي، او دوي ټولو فریقونو ته واضح کړې چې دغه سیمې کي د حالت نور نه خربه وي کوم له وجې چې شامي وګړو ژوند اغیزمند کیږي. دهغه په وینا ټول فریقنو زمواري جوړیږي چې په هر حال کې د عام خلکو ژوندونه محفوظ اوساتي په شام کی د کردش سیاسي ګوند مشر شهوز حسن وایس اف امریکا ته د خالي په ورځ ویلی د ترکي بریدونه په شام کی د سیاسی حل په لار کې خنډان اچوي د عفرین خلکو د په شام کی داعشیانو پر ضد جنګ ګټلو کې لویه برخه اغستي وه، او وس نړی ته پکار دي چې دا دغه خلکو خیال اوساتي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG