لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د زوي غم مې د پاکستان اولس په سر واخست خو انصاف غواړم"، د نقيب پلار


ملک محمد خان د نقيب محسود پلار
ملک محمد خان د نقيب محسود پلار

په کراچۍ کې د پوليس په يوه مقابله کې وژل شوي ځوان نقيب الله محسود پلار وايي د زوي غم يې د ټول پاکستان اولس په سر واخستو خو هغه د پاکستان د واکمنو نه انصاف غواړي.

د جنوبي وزيرستان د مکين د بهادرخېلوسيمې ملک محمدخان د نقيب الله محسود پلار د ډيوه خبريال عدنان بېټني سره په ځانګړو خبرو کې وويل، هغه دغه ټول تورونه ردوي چې د کراچۍ پوليسو يې په زوي لګولي او وژلی یې دی.

هغه وويل" زه د سپريم کورټ چيف جسټس، وزيراعظم او ارمي چيف نه غواړم چې زه بېګناه يم بې بېګناه ورک شوم بېګناه مړ شوم ماته دې انصاف مېلاؤ شي".

محمدخان وويل"زوي يې د هیڅ ډول تنظيمونو سره اړيکې نه دي لرلې په حب چوکۍ کې د سټيل (اوسپنې) په ملونو کې ډيوټي هم کړې ده بيا وخت په وخت راغلی هم دی او چې څه یې ګټلي دي کور ته يې راوړي دي".

ښاغلی محمدخان وايي "د نقيب غم رانه د پاکستان نرو، ښځو واخست زه په خوشحالۍ کې پاتې شوم دويې یې غم ورواخست زه د هغه په شهادت او د پاکستان د خلکو په جذبه خوشحال يم مور پلار سره یې غم نشته د پاکستان عوام يې غم کوي".

نقيب محسود په ۱۳م جنورۍ د کراچۍ په شاه لطيف ټاؤن سيمه کې د مليرضلعې پوليس مشر اېس اېس پي راؤ انوار په مشرۍ د پوليس په يوه مقابله کې سره د څلورو تنو وژل شوی ؤ.

انوار ويلي ؤ د نقيب محسود تعلق د تحريک طالبان پاکستان سره ؤ.

د نقيب په وژنه په ټولنيزو رسنيو د دغه مقابلې په اړوند پوښتنو راولاړېدو او احتجاجي مظاهرو وروستو د سندهـ صوبايي حکومت امر کړی ؤ چې د مقابلې پلټنې به کوي.

او د پوليس يوې لوړ پوړې درې کسيزه کمېټۍ بيا د راؤ انوار نه د پوښتنو وروستو خپل لمړي راپور کې دغه مقابلې ته جعلي ويلي دي.

کمېټۍ د راؤ انوار د خپلې چوکۍ څخه لرې کولو، معطل کولو او د هغه نوم په اېګزټ کنټرول لسټ کې اچولو سپارښتنې کړي دي.

راؤانوار ويلي چې د نقيب په شناختي کارډ د هغه نوم ولې نسيم الله دی او هغه دا تور هم لګولی چې نقيب سره ۸۰ لاکه روپۍ د چرته نه راغلې وې.

د نقيب پلار وايي د هغه نوم نسیم الله ؤ خو مور به يې ورته نقيب الله وويل ځکه په دغه نوم مشهور شوی ؤ، د ۸۰ لاکو روپو تور هم ردوي او وايي که دومره روپۍ ورسره وی زامنو به يې مزدورۍ يې نه کولې.

هغه دا هم وويل زوي يې په سهراب ګوټ کې ځانله دوکان جوړولو او ويل يې چې هغه نور د مزدورو نه ستړی شوی ؤ او ويل يې روپۍ هم پکې نه مېلاويږي خو په درېمه جنورۍ سهراب ګوټ کې د هوټل نه اوچت کړی شو او بيا ووژل شو.

محمدخان وويل دوي په کال ۲۰۰۹م کې په سيمه کې د پوځي عملياتو په وخت کډوال شوي او اته کال وروستو بيرته راستون شوي دي، او چې څنګه دوي رزمک ته کډوال شو نو د هلته نه يې يو زوی دوبۍ ته مزدورۍ له لاړو او نقيب بيا کراچۍ ته لاړو.

هغه وويل د نقيب سره څلور زامن او شپږو لوڼه اولاد لري.

د سترې محکمې د خپل ځاني نوټس په اړه نوموړی وايي که انصاف ورته ورکړی شو ښه ده "کنه هغه بيا وايي چې په دې ملک کې د غريب دپاره انصاف نشته".

ډيوه رېډيو سره د نقيب محسود د پلار مرکه دلته اورېدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:44 0:00

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG