لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان ۱۹کلنو لوبډله به کوارټر فاينل کې نيوزي لېنډ ته مخامخ کيږي


د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال کپ په روانو سياليو کې به د افغانستان لوبډله په کوارټرفاينل کې د کوربه نيوزي لېنډ لوبډلې ته مخامخ کیږي.

کوارټرفاينل په ۲۵م جنورۍ د سه شنبې، نهې په ورځ ټاکل شوی دی.

د کرکټ د نړيوال کونسل ۲۰۱۸م د نړیوال کپ په څلورو ګروپونو کې په ډي ګروپ کې شاملې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په درېو کې دوه لوبې ګټلې وې.

په خپله لمړۍ سيالۍ کې يې پاکستان او دوېمه کې يې د سري لنکا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډلې د يکشنبې، اتوار په ورځ په ايرلېنډ په څلورو رنزونو ماتې خوړلې وه.

په ډي ګروپ کې پاکستان هم دوه لوبې ګټلې دي.

کوربه نيوزي لېنډ سره په ای ګروپ کې جنوبي افريقه، ويسټ انډيز او کينيا شامل ؤ. نيوزي لېنډ په درېو لوبو کې درې واړه ګټلي دي.

د افغانستان او نيوزي لېنډ سياليو ته کتنه

افغان لوبډلې په خپله لمړۍ سيالۍ کې پاکستان ته په پينځه وکټو ماتې ورکړې او نيوزي لېنډ هم په خپله لمړۍ سيالۍ کې ويسټ انډيز ته په اته وکټو ماتې ورکړې وه.

افغانستان خپله دوېمه سيالي د سري لنکا نه په ۳۲ رنزونو او نيوزي لېنډ د کينيا نه په ۲۴۳ رنزونو ګټلې وه.

افغانستان درېمه سیالي په ايرلېنډ په څلورو رنزونو بايللې او نيوزي لېنډ په خپل درېم مېچ کې په ۷۱ رنزونو جنوبي افريقې ته ماتې ورکړې وه.

Recommended

XS
SM
MD
LG