لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د لګښتونو په قانوني مسوده به د ګل په ورځ رايې ورکولی شي


د امريکا د ريپبلکن او ډيموکرېټ قانون جوړؤنکي د دولتي لګښتونو په سر د شنبې، خالي په ورځ هم نه دي صلاح شوي او په يو بل يې تورونه لګولي دي.

په سېنېټ کې به اوس په دغه قانوني مسوده د دوشنبې، ګل په ورځ رایې ورکړی کيږي.

په سېنېټ کې په سرکاري لګښتونو د یووالي نه راتلو له امله د جمعې د شپې نه وروستو سرسري شټ ډاؤن یا د غیر ضروري لګښتونو او چارو ودرول پېل شوي او د ضروري سرکاري چارو ترسره کولو نه علاوه نور کارکوونکي په چټهۍ لېږل شوي دي.

امريکايي قانون ساز د دفاعي لګښتونو ترڅنګ په امېګرېشن هم اختلافات لري.

سپینې ماڼۍ د لګښتونو د قانوني مسودې په نه منظوریدو خپل غبرګون کې په ډیموکرېټ سنیټیرانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي هغوي په امریکایي وګړو ناقانونه کډوالو ته ارزښت ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز ویلي "هغوي زمونږ په قامي سلامتۍ، عسکري کورنیو،ماشومانو او د امریکا په خدمت کوونکو سیاست ته ازرښت ورکړی".

سېنډرز د شنبې په ورځ ويلي، "صدر به ترهغې پورې د امېګرېشن په اصلاحاتو خبرې ونکړي چې څو پورې ډېموکرېټس دا لوبه بنده کړې نه وي، او حکومت بيا نه وي روان شوی".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG