د خیبر پښتونخوا د صحت چارواکي وايي د پنجاب ایالت نه راتلونکي پۍ(شوده) د هغه زهرجنو کیمایيي موادو ډک وي کوم چې د انساني صحت لپاره ډیر زیانمند دي او خلکو ته يې ویلي د دغو پيو اخستلو نه دې ډډه وکړي.
په نژدیو ورځو کې د خیبر پښتونخوا سوات ضلع کې د یو شمیر دکانونو نه اخستل شوي د پیو نمونو کې د فارملین، د جامو ونزلو سرف یا پوډر او د فصلونو سره یا یوریا موندل شوې وه.
د سوات د لایو سټاک یا حیواناتو د محکمې یو ځايي مشر ډاکټر سربلند خان وي او ای ډیوه ته ویلي فارملین یو داسې کیمیايي مواد دی چې په انساني صحت ډیر خطرناک اغیز لري.
ډاکټر سربلند زیاتوي: ٫٫ فارملین هغه کمیايي مواد دي چې د انسان په پښتورګو یا ګردو نیغ په نیغه اثر کوي. په پښتونخوا کې د پښتورګو ناروغانو شمیره هم ورځ تر بله سېوا کیږي او لوې علت يې هم د پنجاب نه په ټینکونو کې راتلونکي دغه زهرجن شوده دي.٬٬
د پنجاب ایالت بیلا بیلوسیمو نه راتلونکي دغه شودو د معیار د څارنې لپاره اوس صوبايي حکومت په سوات کې هم د پېو د معیار څارلو لېبارټري پرانستې ده.
د خیبر پښتونخوا د لاېو سټاک محکمې مشر ډاېریکټر ډاکټر شیر محمد وي او ای ډیوه ته وايي د دغه لېبارټریانو سره به د ملاوټي پېو معلومات کیږي او ځايي زمیدارو ته به هم ګټه ورسي.
ډاکټر شیر محمد وايي: ٫٫ د پیښور ورستو په سوات کې د دې لیبارټرۍ سره به په سوات کې اوس د خوراک د محکمې چارواکي د شودو یا پیو څارنه کوي او خلک به د غیر معیاري یا ملاوټي پیو نه خبرول کیږي او د دغه شان کاروباریانو مخه به نیول کیږي.٬٬
ډاکټر شیر محمد زیاتوي دا لیبارټریانې به اوس د صوبو نورو ضلعو ته هم غځول کیږي او ځايي زمیدارو به وکړی شي چې د خپلو څاروو معیاري پۍ په مارکیټونو کې خرڅ کړي.
د خیبر پښتونخوا د لایو سټاک محکمې مشر په خلکو غږ کړی د پنجاب نه د اوبو په ټینکونو کې راتلونکې دغه زهرجنو پیو اخستو نه دې ډډه وکړي او خپل ځان او کورنۍ دې د دغه زهرو وساتي.
د پنجاب نه راتلونکي دغه زهرجنو پيو په اړه د سوات نه د ډیوه رېډیو خبریال فیاض ظفر ویډیو رپورټ په لاندیني لنک اوریدی شۍ.