لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا:ترڅو چې پاکستان ترهګر پالي ګډ کار ورسره نه شي کیدی


دامریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلی سلیوان دملګرو ملتونو دامنیت شورا ته وینا کوي
دامریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلی سلیوان دملګرو ملتونو دامنیت شورا ته وینا کوي

د امریکادبهرنیو چارو مرستیال وزیر سلیوان ویلي امریکا پاکستان سره په ګډه کار کول غواړي خو دا هڅې پپه داسې حال کې نه شي بریالۍ کیدلی چې ترهګرو ډلو ته دپاکستان دپولو دننه خوندي ځالې ورکړل کیږي.

دافغانستان په هکله دملګرو ملتونو دامنیت شورا غونډې ته پخپله وینا کې دامریکا مرستیال وزیر ویلي افغانستان کې دجګړې په میدان ګټه نه شي ترلاسه کیدلی بلکې ددغه جګړې سیاسي هواري لټولو ته اړتیا ده.

دهغه په وینا “مونږ ته به دا حقیقت ارو مرو منل وي چې افغان حکومت طالبانو سره د سولې خبرو پیل کولو دپاره ضد کوي ، خو دطالبانو لخوا د دواړو غاړو په ګټه کې هیڅ خوښي په نظر نه راځي”

سلیوان وویل د سولې تړون ته رسیدو دپاره به طالبانو ته کلک هوډ کول چې هغوئ به ترهګرۍ سره خپله اړیکه پرېکوي اؤ دافغانستان قانون ته به غاړه ږدي.

دبهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل “ددې مقصد ترلاسه کولو دپاره به مونږ ته په ګډه طالبان تنها کول وي، د هغوئ دعوايدو اؤ وسلو مخه به راته نیول وي تر څو هغوئ وپوهیږي چې دخپلو موخو ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ورسره دخبرو اترو پاتې ده اؤ دجګړې میدان کې ګټه نه شي ترلاسه کولی”

د تیراګست په میاشت کې امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان کې دشپاړس کلنې جګړې پایې ته رسؤلو دپاره خپله تګلاره اعلان کړې وه چې دهغې له مخې به افغانستان ته نور نور ځواکونه استولی اؤ دترهګرو دملاتړ دمخنیوي په غرض به په ګاونډي هیاد پاکستان فشار سیوا کولی شي.

مرستیال امریکایي وزیر وویل دامریکا اؤ افغانستان دګډو ځواکونو په عملیاتو کې دافغانستان ختیزو سیمو کې دترهګرې شبکې داعش دجنګیالو په ضد زړه پورې پرمختګونه شوي اؤ دهغوئ د ولقې څخه یو شمیر سیمې خلاصې کړل شوي دي .

په دغه مهال دافغانستان دبهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي غونډې ته ویلي چې په تیرو لسو میاشتو کې دافغانستان ځانګړو ځواکونو د۲۰۰ؤ څخه زیات عملیات کړي اؤ تندلارو اؤ بهرنیو جګړه مارو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې د ټرمپ انتظامیې پاکستان ته د ورکړل کیدونکو څه کم دوه اربو ډالرو د پوځي مرستو ودرؤلو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ دغه پیسې به ترهغې پاکستان ته نه ورکړل کیږي ترڅو چې یې دحقاني شبکې اؤ طالبانو په ضد دقناعت وړ ګامونه نه وي اخستي.

په ملګرو ملتونو کې دپاکستان استازې ملیحه لودهي دامنیت شورا غونډې ته ویلي چې پاکستان افغانستان سره په لګیدلې پوله کلک ګامونه اخستي اؤ هیله لري چې اوس به افغانستان هم دترهګرۍ په ضد دخپلې برخې رول ولوبوي.

هغې وویل پاکستان ژمن ته چې خاوره به یې کوم بل هیواد په ضد دترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي خو امریکایي اؤ افغان چارواکي دریځ لري چې پاکستان پخپله خاوره ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG