لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي اوس به له ترهګرۍ زیات پام روس اؤ چین ته ګرځوي


ددفاع وزیر ویلي روس اؤ چین غواړي نړۍ دخپل ځان په څیر دامریت خوښو حکومتونو سره اشنا کړي
ددفاع وزیر ویلي روس اؤ چین غواړي نړۍ دخپل ځان په څیر دامریت خوښو حکومتونو سره اشنا کړي

دامریکا ددفاع وزیر جیمز میټس ویلي چې امریکا ته دچین اؤ روس څخه خطرې سیوا کیږي اؤ اوس به امریکا دترهګرۍ څخه زیات دغه لوري ته خپل پام ګرځوي.

واشنګټن کې دامریکا ددفاعي تګلارې د اعلانولو په مهال ددفاع وزیر ویلي روس اؤ چین غواړي نړۍ دخپل ځان په څیر دامریت خوښو حکومتونو سره اشنا کړي.

هغه وویل روس دخپلو نزدې ریاستونو د پولو څخه سرغړونې کړي اؤ دخپلو ګاونډیانو داقتصادي،سفارتي اؤ سلامتۍ په چارو یې ملګرو ملتونو کې دخپل ویټو طاقت کارولی دی.

همدغه شان په چین دنیوکو په ترڅ کې ښاغلي میټس وویل چین داقتصادي طاقت څخه په استفادې دستراتیژیک بري خپلولو دلارې دخپلو ګاونډیو هیوادونو دپاره ګواښ جوړ شوی اؤ دجنوبي چین په سمندر کې دخپلو عسکرو شمیره هم سیوا کوي.

هغه وویل روس اؤ چین د تیرو څو لسیزو راهسې په پرله پسې ډول خپل دفاعي توانونه زیاتوي تر څو دامریکا مخې ته ودریږي .

دجیمز میټس په وینا “مونږ به دترهګرو دانصاف محکمې ته راکش کولو دپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ خو اوس به دامریکا دقامي سلامتۍ اساسي پام په ترهګرۍ نه بلکې د طاقت په لویه مقابله وي ، که چرې هغوئ زمونږ مخې ته ودریدل نه دا به ډیر بد کار وي”

د روس دبهرنیو چارو وزیر سرګئ لاروف دامریکا په نوې دفاعي تګلاره خپل غبرګون کې ویلي امریکا د نړیوالو قوانینو څخه داستفادې له لارې د خبرو اترو پځایې د جنګ تګلاره خپلوي چې دادهیچا په ګټه نه ده

چین هم په امریکا تور لګولی چې اوس هم د سوړ جنګ په څیر ذهنیت لري.

دچین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند چنیانګ ویلي امریکا دې د چین په هکله دبې ځایه بغض څخه په تیریدو دتورونو لړۍ بنده کړي اؤ د سوړ جنګ د مښل شوي ذهنیت نه دې ځان راوباسي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG