لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې دغیر ضروري لګښتونو اؤ کارونو تړل پیل شوي


دامریکا په سینیټ کې په سرکاري لګښتونو دیووالي نه راتلو له امله بیګاه دنیمې شپې نه ورسته سرسري شټ ډاؤن یا دغیر ضروري لګښتونو اؤ چارو دورؤل پیل شوي.

امریکایي سینیټ ته پرون د راتلونکې میاشتې پ۱۶مې نیټې ورې دلګښتونو دبودیجې قانوني مسوده وړاندې کړل شوې وه چې په هغې امریکایي سنیټیرانو خپلو کې اوږ بحث کړی خو اتفاق یې پرې نه دی راغلی.

ډیموکراتانوو غوښتل چې د حکومت د کار د دوام په خاطر یوازې د مصارفو بودیجه منظوره کړي خو جمهوریت غوښتونکو بیا هڅه کوله چې بودیجه باید د سرحدي امنیت او په قانوني مهاجرت کې د اصلاحاتو کار تقویه کړي.

ددغه قانوني مسودې منظورؤلو دپاره د۱۰۰ؤ سنیټیرانو دجملې څخه د ۶ؤ ملاتړ ته اړتیا وه خو ۵۰ؤ سنیټیرانو ددې مسودې په حق اؤ ۴۹ؤ یې په مخالفت کې خپلې رایې ورکړي دي.

کانګریس کې ډیموکراټانو ددغه قانوني مسودې مخالفت له دې امله کړی چې دټرمپ انتظامیه امریکا کې دمیشت لکونو کډوالو استوګنه غیرقانونی ګڼي اؤ دهغوئ په ضد یې سخته رویه خپله کړې ده خو ډیموکراټان بیا دغو کډوالو ته د دتحفظ ورکولو پلوي دي.

سپینې ماڼۍ دلګښتونو دقانوني مسودې په نه منظوریدو خپل غبرګون کې په ډیموکراټ سنیټیرانو سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي هغوئ په امریکایي وګړو ناقانونه کډوالو ته ارزښت ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینړرز ویلي “هغوئ زمونږ په قامي سلامتۍ، عسکري کورنیو،ماشومانو اؤ دامریکا په خدمت کوونکو سیاست ته ازرښت ورکړی”

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG