لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عباسي:دخپلواکۍ پسر امریکا سره څه چې ټولې دنیا سره جنګ کیدی شي


وزیراعظم عباسي ویلي هغه نه ګڼي چې امریکا به پاکستان کې یو اړخیزه کارروایي وکړي
وزیراعظم عباسي ویلي هغه نه ګڼي چې امریکا به پاکستان کې یو اړخیزه کارروایي وکړي

دپاکستان وزیرعظم ښاغلي شاهد خاقان عباسي ویلي پاکستان امریکا سره دجنګ توان لري اؤ کنه خو کله چې چاته دخپلې خپلواکۍ ،بقاء اؤ د وقار ستونزه پیښه شي نو بیا دټولې نړۍ سره هم جنګ ته ملا تړي.

هغه دغه څرګندؤنې په دې وروستیو کې ددامریکایي چارواکو لخوا پاکستان کې په یو اړخیز ډول د کاروایۍ دګواښونو نه وروسته دپاکستان یو شخصي ټیلي ویژن سره په مرکه کې کړي دي.

وزیراعظم عباسي ویلي هغه نه ګڼي چې امریکا به پاکستان کې یو اړخیزه کارروایي وکړي اؤ که چرې هغوئ څه رقم ګام اخلي نو پاکستان هم دخپلې دفاع نه غافله نه دی.

هغه وویل امریکا دپاکستان نه افغانستان کې دسولې ټینګښت کې مرسته غواړي اؤ پاکستان پخپله هم غواړي چې افغانستان کې دامن اؤ سوله ټینګه شي

“خو پوښتنه دا هم ده چې پاکستان‌ په طالبانو څومره نفوذ لري،‌ پاکستان لږ تر لږه دومره کولی شي چې په طالبانو څومره نفوذ لري دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ دخبرو اترو عمل کې دهغې نه استفاده وکړي، روغه خو به پخپله افغانانو ته کول وي”

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وویل په پاکستان ترهګرو ته د پناه ورکولو تورونه بې اساسه دي .

کله چې د وزیراعظم نه وپوښتل شول ولې دطالبانو اؤ القاعده زیاتره مشران دپاکستان په خاوره کې وژل شوي یا موندل شوي نو هغه وویل “دلته په لکونو افغان کډوال دي،په دې کې به هر شان خلک وؤ، مونږ خو چغې وهو چې په پاک افغان ګډه پوله باید د اوختو را اوختو نظام سخت کړل شي، اؤ پاکستان دخپله انده په دغه اړوند اوس کوټلي ګامونه هم اخلي ، که دلته دافغانستان نه څوک کډوال نه را اوړي نو بیا هیڅکله ترهګر نه شي رااوښتی”

هغه وویل پاکستان په لکونو افغانانو ته پناه ورکړې ده چې هغوئ دلته جائیدادونه اؤ روزکارونه لري خو بیا هم دافغانستان دخاورې نه په پاکستان بریدونه کیږي

دیوې پوښتنې جواب کې هغه وویل چې دافغانستان دطالبانو ذمه وار پاکستان نه دی افغان حکومت ته پخپله هغوئ سره کتل پکار دي.

نوموړي وویل پاکستان افغانستان سره داسې هیڅ ژمنه نه ده کړې چې ګنې دپاکستاني علماؤ نه به افغانستان کې د روانو جنګونو په ضد فتوه جاري کړي “لږ تر لږه زه زما علم کې نشته چې ګنې پاکستان دې افغانستان سره ژمنه کړي وي چې دپاکستاني عالمانو نه به افعانستان کې دجګړو په ضد فتوه واخلي”

په دې وورستیو کې دپاکستان ۱۸۰۰ؤ نه زیاتو دیني عالمانو یوه فتوه جاري کړې چې پکې پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام ګرځول شوي خو افغان اولسمشر اشرف غني په دغه فتوه خپل غبرګون کې ویلي چې پاکستاني عالمانو نه باید پوښتنه وشي چې دغه فتوه یوازې دپاکستان دپاره ولې ده ؟

اشرف غني ویلي‌ وؤ هرکله چې فتوه د مذهب په اساس جاري کیږي نو مذهب خو دپاکستان اؤ افغانستان دپاره بیل ،بیل نه شي کیدلی باید افغانستان دپاره کې هم بریدونه حرام وګرځول شي.

افغان چارواکي تورونه لګوي چې پاکستان پخپله خاوره ترهګرو ته پناه ورکړې اؤ دغه ترهګر دافغانستان خاوره کې دپاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته بریدونه کوي خو پاکستان ددغو تورونو منلو نه انکار کوي.

واشنګټن هم پرله پسې په اسلام اباد ټینګار کوي چې دخپلې خاورې دننه باید دترهګرو خوندي‌ځالې له مینځه یوسي اؤ په دې وروستیو کې یې په پاکستان خپلې ټولې امنیتي اؤ پوځي مرستې هم تړلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG