لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشدخان د کرکټ نړیواله جايزه ګټلې


۱۹ کلن راشدخان د کرکټ نړيوال کونسل د (اېسوسي اېټ کرکټر اف دې ائير) جايزه ګټلې ده.
۱۹ کلن راشدخان د کرکټ نړيوال کونسل د (اېسوسي اېټ کرکټر اف دې ائير) جايزه ګټلې ده.

د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې ستوری لوبغاړی راشدخان د کرکټ نړیوال کونسل د کال ۲۰۱۷ په غوره لوبغاړو کې شمار کړی او نړيواله جايزه يې ورته ورکړې ده.

۱۹ کلن راشدخان د کرکټ نړيوال کونسل د (اېسوسي اېټ کرکټر اف دې ائير) جايزه ګټلې ده.

راشد ته دغه جايزه يواځې په کال ۲۰۱۷م کې د ۶۰ وکټو يا لوبغاړو په سوځولو ورکړل شوې او هغه په اېسوسي اېټ لوبغاړو کې دغه ريکارډ جوړ کړی او ۴۳ يو ورځنو لوبو کې يې هم ريکارډ دی.

راشدخان په جايزه ګټلو ويلي، "دا زما دپاره ډېره د ویاړ خبره ده چې د (اېسوسي اېټ ۲۰۱۷ پلېئر اف دې ائير) شومه دا زما دپاره ډېره د عزت او خوشحالۍ خبره ده".

هغه وويل چې " په دې کې شک نشته چې په ۲۰۱۷م کې ما ښه لوبه کړې ډېر يادګارونه مې د دغه کال سره پاتې شوي ، او ما په دغه کال کې د لوبې نه ډېر خوند اخستی دی".

راشد دا هم وويل چې تر اسټريليا ورسېدو او اډيلايډ سټرايکر کې ولوبېدو او په نړيوال کچ يې مينه وال پېدا کړه.

د پاکستان د ستوري لوبغاړي شاهدافريدي په انداز اسپېنر بالنګ کوونکی راشدخان په خپل ګګلي بال بېټسمېن قابو ساتي، اوهم په دغه بال يې تېر کال د ویسټ انډيز سره په يوه سيالۍ کې اووه لوبغاړي په ۱۸ رنزونو ورکولو اوټ کړي او د يو ورځني کرکټ په تاريخ کې يې څلورم ريکارډ جوړ کړی ؤ.

هغه د ايرلېنډ په ضد هم په يو ورځنۍ لوبه کې په ۴۳ رنزونو ورکولو شپږ لوبغاړي سوځولي او بيا په ټي ټيونټي کې هم د دغه لوبډلې پينځه لوبغاړي يې په درېو رنزونو ورکولو اؤټ کړي وو.

هغه په کال ۲۰۱۷م کې ښه بېټسمېن هم پاتې شوی او بېټنګ اېورېج يې ۲۲.۰۹ پاتې شوی دی هغه د ايرلېنډ په ضد يو ورځنۍ لوبه کې خپله دوېمه ففټي ۵۰ رنزونه هم پوره کړې وه.

راشدخان په خپله غوره لوبه تېر کال په ټي ټيونټي کرکټ کې د نړۍ پام ځان ته راګرځولی او بيا په انډين پريميئر ليګ او د اسټريليا په بيګ بېش سياليو کې لوبېدلی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG