لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ممنون حسین دپاکستان لمړی اولسمشر چې زیات ریشخند پرې وهل کیږي


په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو دپاکستان په صدر ممنون حسین ریشخند وهل کومه نوې خبره نه ده خو اوس په هغه دکیدونکو طنزونو لړۍ داقتدار تر ماڼو رسیدلې اؤ دسه شبنې په ورځ د پبلک اوکاونټ کمیټۍ کې هم په هغه خوندور طنزونه شوي دي.

ناقدین وایي منون حسین دپاکستان هغه یوازینی صدر دی چې دکله نه د اولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتی نو بیا یې په شا نه دي کتلي چې دنیا څو ډانګه ده ؟

بس په خاصو ورځو پیغامونه جاري کول، په سرکاري کاغدونو دستخطونه کول، د هئیتونو سره د صدارتي ماڼۍ دننه لیدنې اؤ هم ددغه ماڼۍ دننه جوړیدونکو دستورو ته لیکل شوې وینا اورؤل دهغه ټول مسولیت پاتې شوی دی.

لکه په فیس بک د احسان فاروقي په نوم یو تن لیکي.
ممنون حسین دکال اویا کروړه روپۍ تنخا اخلي خو په ټول کال کې یوازې دا څلور کارونه کوي چې هرکال کله دهیواد دازادۍ ورځ نمانځل کیږي نو دوه ساعته ودریدل ورپغاړه وي
په هره بده پیښه دناخوښۍ بیان جاري کوي
کال کې یو ځل دچین سفر کوي اؤ څلورم څه کار کوي ؟ دا راته په یاد نه دي

دپبلک اکاونټ کمیټۍ دغونډې په مهال په طننریه توګه ویل شوي دپاکستان صدر دومره وخت نه لري چې دبهرنیو هیوادونو سفرونه وکړي.

دپاکستان دانګریزۍ ژبې ورځپاڼه ایکسپریس ټربیون لیکي په دغه غونډه کې چې کله دمسلم لیګ(ن)غړي شیخ روحیل وویل صدر خو کله دصدارتي ماڼۍ له پوړو ښکته هم نه دی راکوز شوی نو ورته وویل شول چې هغه اوس عمرې دپاره هبواد نه دباندې روان دی نو شیخ روحیل طنزیه ورغبرګه کړه” هغه خو عمره هم دلته دپاکستان دننه کوي”

دپاکستان دحساب کتاب کوونکې ادارې مشر (اډیټرجنرل)ویلي دصدر ممنون حسین دبهرونو سفرونو دپاره کلیزه بودیجه کې ۳۷۰ میلیونه روپۍ ایښودل شوې وې چې هغې څخه دبهرنیو چارو دفتر ۱۴۳ میلیونه روپۍ نه دي مصرف کړي.

دبهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه ویلي په تیر کال کې صدر ممنون حسین یوازې د ترکي سفر کړی.

دصدر د بهرنیو سفرونو کیسه خو طرفته خو په هیواد کې دننه چې په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو دصدر ممنون حسین په خاموشه ناسته کوم طنزونه کیږي هغه بیا نو ډیر خوندور وي.

لکه دعمران خان په نوم دا یو تن په فیس بک لیکي مونږ ټول خوشحاله ژوند کولی شو خو که د یو بل په ژوند کې یوازې همدومره کار ولرو لکه څومره چې یې ممنون حسین دپاکستان په معاملو کې لري

په ټي وي ګانو هم په هغه وخت په وخت طنزیه پروګرامونه وړاندې کیږي لکه دپاکستان یو مشهور شخصي تي وي چینل جیو دټوقو ټقالو په یو پروګرام کې په هغه طنز کوي چې دومره واک نه لري چې پخپله خوښه تقریر وکړي.

دپاکستان په ائین کې د ۱۸م بدلون نه وروستو د هیواد د اولسمشر حیثیت یوازې د یو علامتي‌مشر پاتې شوی اؤ واک اختیار ټول د وزیراعظم په لاس کې وي خو دممنون حسین علامتي مشري هم خلک دبې واکۍ اخري برید مني

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG