لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپينه ماڼۍ: صدر ټرمپ د خپلې دندې لپاره په صحت روغ رمټ دی


د سپينې ماڼۍ ډاکټر د صدر ډونلډ ټرمپ په اړه ويلي چې هغه د خپلو دندو پوره کولو لپاره په طبي کچه برابر دی.

د سه شنبې، نهې په ورځ يوې خبرې غونډې ته ډاکټر روني جېکسن ويلي چې د ۷۱ کلن ټرمپ دا وخت وزن ۱۰۸ کلوګرامه او قد يې شپږ فټه درې انچه دی، په عمومي ډول د هغه صحت په غوره حالت کې دی.

د ډاکټر روني په وينا چې طبي معلومات دا بشپړوي چې هغه يو مکمل او صحتمند انسان دی او د صدارت د مودې پرمهال به هم د هغه صحت هم په دې حالت ولاړ وي.

جېکسن د سمندري پوځ ريراېډمرل ده او هغې د پخواني صدر براک اوباما د صدر په توګه په اخري ځل طبي معاينه کړې وه.

د صدر ټرمپ د ذهني صحت په اړه يو شمېر پوښتنې راولاړې شوې وې د کومو وروستو چې نوموړي خپله لمړۍ طبي معاينه د جمعې په ورځ په والټر ريډ نېشنل ملټري مېډيکل سنټر کې وکړه.

جېکسن وويل چې صدر ورته ويلي وو چې په خبري غونډه کې په خپله د هر يوې پوښتنې ځواب ورکړي.

د صدر ټرمپ د ذهني صحت په اړه نوموړې وويل چې دې لړ کې دوي د ټرمپ په خواهش شننه کړې او هغه بيخي سم دی.

جېکسن زياته کړه چې "مونږ هره ورځ بيا بيا په خپل منځ کې خبرې کوو او ما ته په دې کې هېڅ شک نشته چې د هغه ذهني صحت سم دی، که داسې څه وو نو دا خبره به ما اړونده خلکو ته ضرور رسولې وه".

خو د صدر ټرمپ د وزن او ورځني کارونو په پام کې د نيولو وروستو ډاکټرانو هغه ته د ورزش کولو مشوره ورکړې او ويلي يې دي چې هغه بايد خپل وزن د ۱۰ نه تر ۱۵ پاونډه کم کړي.

صدر ټرمپ ګالف لوبه کوي او غوړ خوراک خوښوي.

جېکسن وويل چې هغه د صدر د کورودانې ملانيا ټرمپ او د لور اېوانکا سره په ګډه کارکوي چې داسې د ولسمشر ټرمپ د ورزش سره سره صحت ته ګټه ورکوونکي خوراک او خوړو لوري ته پام راوګرځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG