لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا اشرف غني نه غوښتي عطاء نور سره جنجال په خبرو هوار کړي


 اشرف غني ته سپارښتنه شوې چې دهغه حکومت دې عطاء نور سره خبرې وکړي
اشرف غني ته سپارښتنه شوې چې دهغه حکومت دې عطاء نور سره خبرې وکړي

دامریکا مرستیال جمهور رئیس مائیک پینس دافغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني سره په ټیلي فوني خبرو کې له هغه غوښتي چې د بلخ ولایت پخواني والي عطآء محمد نور سره د دولت نه دیستلو پسر پیدا شوی کړکیچ دخبرو اترو دلارې هوار کړي.

د سه شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ لخوا یو بیان کې ویل شوي دامریکا مرستیال جمهور رئیس مائیک پنس افغان اولسمشر سره دټیلي فون دلارې دخبرو هاغه لړۍ په مخ وړې ده چې تیره میاشت یې ورسره دکابل په سفر کې مخ په مخ کړې وې.

بیان وایي دغه اړیکه کې دبلخ دپخواني والي عطاء نور اؤ داولسمشرۍ دماڼۍ ترمینځ د اقتدار پسر راپیدا شوي کړکیچ باندې خبرې شوې اؤ اشرف غني ته سپارښتنه شوې چې دهغه حکومت دې عطاء نور سره خبرې وکړي تر څو په بلخ کې په سوله ایز ډول د واک سپارنه باوري شي.

تیره میاشت دافغانستان داولسمشر ماڼۍ وویل چې دبلخ د والي عطاء محمد نور لخوا ورکړل شوې استعفا یې منلې اؤ دهغه پځایې یې انجنئیر داوډ د بلخ نوی والي ټاکلی .

خو دافغانستان جمعیت اسلامي ګوند پسې تړاؤ لرونکی عطاء محمد نور دریځ لري چې هغه خپله استعفا په مشروط ډول اولسمشر ته وړاندې کړې وه خو اولسمشر دهغه له شرطونو پوره کولو پرته دغه استعفا منلې.

عطاء نور د والي دمنصب پریښودو نه انکار کړی اؤ ګواښ یې کړی چې که دهغه نه په زوره د اقتدار اخستو هڅه وشي نو هغه به مقاومت وکړي اؤ افغانستان کې به یو نوی جنجال سر راپورته کړي.

دسپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي چې دامریکا مرستیال جمهور رئیس افغان اولسمشر سره بلخ کې دپیدا شوي وضعیت په هکله تفصیلي خبرې کړي اؤ ورته یې ویلي چې امریکا د ستونزې دسوله ایز هواري پلوي ده.

په دغه ټیلي فوني اړیکه کې دواړو چارواکو افغانستان کې په اصلاحاتو، راتلونکو ټولټاکنو اؤ دسیاسي نظام په ثبات هم خبرې کړي دي.

بیان وایي ښاغلي مائیک پینس اؤ اشرف غني هوډ وکړو چې د واشنګټن اؤ کابل اړیکې به لا پسې پیاوړې کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG