لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نه ویستل کیدونکو کډوالو دپاره افغانستان کې ستراتیژیک پلان پیل کیږي


په پاکستان کې افغان کډوال
په پاکستان کې افغان کډوال

دافغانستان حکومت اعلان کړی چې دپاکستان نه ویستل کیدونکو افغان کډوالو دپاره پخپل هیواد کې یو ستراتیژیک پلان پیل کوي.

پاکستان پئیلې ده د روانې میاشتې په پایي کې به لږ تر لږه هاغه ۱۴ لکه افغان کډوال دخپل هیواد نه وباسي چې دغلته د استوګنې دپاره قانوني اسناد نه لري.

د سه شنبې په ورځ کابل کې یو مطبوعاتي‌کانفرنس ته پخپله وینا کې د افغانستان دبهرنیو چارو د وزارت د اداري چارو مرستیال نصیراحمد شاه اندیشه ویلي پاکستان اؤ ایران کې افغان کډوالو سره سیاسي چلند کیږي چې دا ډیره د افسوس خبره ده.

هغه وویل افغانستان دپاکستان څخه ویستل کیدونکو کډوالو ته خپله غیږه خلاصه نیولې ده اؤ د دوئ پخپل هیواد کې پځایې کولو دپاره به په سترایژیک پلان لاس پورې کړل شي.

ښاغلي اندیشه وویل افغانستان دخپلو راستنیدونکو وګړو دپځایې کولو کار کې یو لړ مرستو ته اړتیا لري اؤ په دې لړ کې نړیوالو سازمانونو اؤ اروپائي ټولنې افغانستان سره خپلې عملي مرستې پیل کړي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي‌وویل تیر کال هم افغانستان ته خواوشا پینځه لکه کډوال راستانه شوي اؤ افغان حکومت دهغوئ پخپل وطن کې ودانیدلو ته په پوره جذبه مټې رابډ وهلې دي اؤ که نور کډوال هم دپاکستان اؤ ایران څخه راځي‌ حکومت به یې پخپله خاوره د ودانیدو غم خوري.
تیره اوونۍ په پاکستان کې دافغانستان مرستیال سفیر ښاغلي زردشت شمس وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي‌ وؤ‌ افغان حکومت دپاره د کډوالو په ځای کول ستونزمنه پروسه ده ځکه کډوال بيرته په ستنېدو د اوسېدو ځای نه لري، د کار زمينه ورته نشته چې روزګار وکړي

خو هغه ویلي وؤ‌ افغان حکومت دستنیدونکو کډوالو موضوع ته جدي پام کړی ؤ‌ او اوس به یو ځل بیا دخپلو کډوالو دپاره په سمدستي ډول د سرپناه تابیا وکړي.

څيړونکي وايي چې کله هم د اسلام اباد او کابل اړيکې ترينګلې کيږي يا د افغانستان په تړاؤ په پاکستان هر ډول نړیوال فشار راځي پاکستان يې زور پخپل هیواد کې میشته افغان کډوالو ته ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG