لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ددفاع وزیر:پاکستان ته امریکا سره په برندیدلو نه، په عاجزۍ ستونزې هوارول پکار دي


دپاکستان د دفاع وزیر ښاغلي خرم دستګیر خان ویلي دا وخت پاکستان دپاره امریکا سره دبرندیدلو نه بلکې په عاجزۍ اؤ نرمۍ د ټولو ستونزو د هواري‌ دی.

خو په حکومت کې شریک اؤ مخالف ګوندونه وایي چې دامریکا مخې ته که هرڅو ودریدل نه دي پکار ولې د هیواد د وقار اؤ درناوي پځایې کولو هڅې باید ضرور وشي.

تیره ورځ په ورځ قامي اسمبلۍ کې دحکومت دبهرنیو چارو اؤ دفاعي تګلارو په اړوند دبیان ورکولو په وخت د دفاع وزیر وویل “دامریکا اؤ پاکستان ترمینځ بنسټیزو اختلافونو کې یو دهند تصور هم ؤ ، واشنګټن څو کرته په دې خبره داسلام اباد قائلولو هڅه کړې ده چې هند دپاکستان دپاره ګواښ نه دی ځکه پاکستان باید خپل ستراتیژیک دریځ‌ بدل کړي خو رښتیا خبره داده چې دهند توان اؤ ادارې دواړه دپاکستان په ضد دي”

هغه په هند دسختو توورونو لګولو ترڅنګ داهم وویل چې امریکا په افغانستان ناکامه ښکاري پخپله ناکامۍ پاکستان نه دقربانۍ ګډوری جوړؤل غواړي .

ددفاع وزیر په دې وروستیو کې دامریکا له لوري په پاکستان دترهګرو دملاتړ د لګول شوؤ تورونودپه اړوند وویل پاکستان کې دترهګرو هیڅ خوندي ځالې نشته اؤ پاکستان دضرب عضب عملیاتو له لارې قبائیلي سیمو، کراچۍ اؤ بلوچستان کې امن ټینګ کړی دی.

د روانې میاشتې دپیل راپدیخوا امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ اؤ نورو چارواکو پاکستان دترهګرو په ملاتړ تورن کړی اؤ‌ ویلي یې دي چې امریکا څخه یې په فریب ۳۳ اربه ډالر ترلاسه کړي خو پخپله خاوره کې یې ترهګر ستاتلي دي.

ددفاع وزیر وویل امریکا ته پکار ده چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان دقربانیو ستائنه وکړي خو په حکومت کې شاملو اؤ مخالفو ګوندونو ددفاع د وزیر بیان نیمګړی اؤ مبهم وګرځولو.

دقامي اسمبلۍ غړو دبهرنۍ تګلارې په اړوند تاوده بحثونه وکړل اؤ دریځ یې خپل کړو چې دبهرنۍ تګلارې پیل دپارلیمان څخه کیږي اؤ په دې کې دنورو ادارو کردار نه دی پکار.

دپاکستان پیپلز ګوند پارلیماني مشر سید نوید قمر وویل امریکا سره اړیکو کې پاکستان باید ځانته یوه مضبوطه نکته مخې ته کښیږدي .

هغه وویل امریکا یوه غیر مسولانه رویه زغملی شي خو پاکستان یې نه شي زغملی.

دتحریک انصاف ډلې داسمبلۍ غړې ډاکټرې شیري مزاري وویل امریکا ته مخې ودریدل نه دي پکار خو دهیواد د خپلواکۍ اؤ وقار پځایې کولو هڅې باید ضرور وشي.

دحکومت دائتلافي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وویل دترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان ته ورګډیدل نه وؤ پکار ځکه چې دا هرڅه دامریکا د ګټو دپاره وؤ اؤ زیانونه یې نن پاکستان پورته کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG