لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: چاؤدنه کې دوه ماشومان سخت ژوبل شوي


افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سيمه شمالي وزيرستان
افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سيمه شمالي وزيرستان

په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې يو بم چاؤدنه کې دوه ماشومان هلک او جينۍ سخت ژوبل شوي دي.

د جنوبي وزيرستان د پوليټيکل انتظامیې په وېنا د بم چاؤدنې پېښه نن د يکشنبې، اتوار په ورځ د سروکۍ تحصيل په برون رېشوړه علاقه کې رامنځته شوې ده.

چارواکو ډيوه رېډيو سره په خبرو کې پخلی کړی چې ماشومانو ته د لوبو د څيز په شکل کې بم په لاس ورغلی او په دوي د لوبو په وخت چاؤدلی دی.

چاؤدنه کې يو کم عمره ماشوم هلک او جينۍ ژوبل شوي او د ډېره اسماعيل خان ضلعي روغتون ته وړل شوي دي.

د روغتون د چارواکو په وېنا د هلک روغتیايي حالت ښه دی خود ماشومې دواړه لاسونه چاؤدنې کټ کړي دي او معذوره کړې يې ده.

چاؤدنه په هغه علاقه کې شوې چرته چې په وروستيو کې کډوال بيرته ستانه شوي دي.

د محسود تحفظ مومنټ په نوم ځايي غېر دولتي ادارې د شمېرو ترمخه په جنوبي وزيرستان کې د دغه ډول چاؤدنو دا ۵۶ پېښه ده چې تراوسه پکې ۷۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوختې ده.

په دغو چاؤدنو کې د ۲۰ پورې کسان مړه شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي او په لرې پرتو علاقو کې دا چاؤدنې زياتې رامنځته شوي دي.

منظورمحسود چې د غېردولتي ادارې غړی دی ډيوه رېډيوته يې ویلي، دوي د دغه ډول ښخ بمونو په اړه په بېلابيلو ځايونو کې دا ستونزه راپورته کړې شکايتونه يې کړي خو اړوند ادارو يا چارواکو دې پله ډېر پام نه دی راګرځولی.

نوموړي دا هم وويل حکومت ورسره د دغومايونو پاکولو ژمنې هم کړي خو تراوسه نه دي عملي شوي.

محسود وويل په جنوبي وزیرستان کې د صحت د مرکز د نشتوالي له کبله چې دغلته هر ډول پېښه رامنځته کيږي دويې مريض يا ژوبل تن ډېره اسماعيل خان يا ټانک ته وړي چې ترمنځ يې ډېره لار ده.

نوموړي د حکومت او ادارو په دغه ادعا هم ټکونه وکړل چې سيمه يې د هر ډول ترهګرۍ نه پاکه کړې ده، که وزيرستان پاک وی بيا داسې چاؤدنې ولې کېدې.

د فاټا څيړنيزې ادارې د يو راپور ترمخه په وزیرستان کې دغه ډول ماين چاؤدنې غټ چېلنج دی.

د ادارې ترمخه دغه ډول ماينونه يا خو په سيمه کې ترهګرو ښخ کړي او يا پوځ وسله والو ته ښخ کړي او بيا ترې پاتې شوي چې پاکولو ته اړتيا لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG