لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند نه زیات اوس دافغانستان اؤ پاکستان کرکټ دنړۍ پام ځانته ګرځولی


دافغانستان دکرکټ په لکونو مینه والو هم په سوشل میډیا پاکستان ته په ماتې ورکولو دخوشحالۍ څرګندونې کړي
دافغانستان دکرکټ په لکونو مینه والو هم په سوشل میډیا پاکستان ته په ماتې ورکولو دخوشحالۍ څرګندونې کړي

په تیرو وختونو کې به د کرکټ لوبه د چا خوښه وه اؤ که نا خو کله چې به هند اؤ‌ پاکستان ترمینځ دکرکټ لوبه کیدله نو هرچا به په دغه لوبه کې خوښي‌لرله اؤ د ټي وي د پردې مخې ته به په دې تلوسه ناست ؤ چې لوبه به څوک ګټي ؟

ډیرو جذباتي خلکو به هاغه مهال خپل ټي وي ګان ماتول چې دخوښې لوبډلې به یې لوبه وبائیلله ،خو اوس دهند اؤ پاکستان په پرتله د کرکټ ډیر مینه وال دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دکرکټ سیالیو کې خوښي لري.

مخکې چې به دهند اؤ‌پاکستان ترمینځ سیالیو کې کومه لوبډله بریالۍ شوه دخپل هیواد لوړو پوړو چارواکو به مبارکۍ اؤ انعامونه ورکول خو اوس دافغانستان چارواکي پاکستان نه دلوبې په ګټلو سره خپلې لوبډلې ته مبارکۍ ورکوي.

د شنبې په ورځ نیوزیلنډ کې دافغانستان اؤ پاکستان د ۱۹ کلنو دلوبډلو ترمینځ دنړیوال جام دسیالیو په لمړي پړاؤ کې دافغانستان دلوبډلې په ګټه که یو لوري ته په ټول افغانستان کې دخوشحالۍ جشنونه روان دي نو بلخوا ددغه هیواد اولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئس ډاکټرعبدالله ،په پاکستان کې دافغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، دافغانستان د ملي امنیت صلاحکار حنیف اتمر اؤ نورو چارواکو پخپلو بیانونو کې دافغانستان د۱۹ کلنو دملي‌ لوبډلې لخوا پاکستان ته په ماتې ورکولو خوشحالي ښکاره کړې اؤ دا یې دافغانستان یوه لویه فتحه ګرځولې ده.

افغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني پخپل یو بیان کې په دغه بريا ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه ملي ١٩ کلنې لوبډلې ته مبارکي ورکړې ده.

هغه هيله څرګنده کړې چې ملي ١٩ کلنه لوبډله په نورو لوبو کې هم خپله وړتيا وښایي.

دافغانستان دکرکټ په لکونو مینه والو هم په سوشل میډیا پاکستان ته په ماتې ورکولو دخوشحالۍ څرګندونې کړي اؤ‌ دا یوه تاریخي ګټه بللې ده.

خو ددې په نسبت بیا دپاکستان دخلکو لخوا په دغه هکله ډیرې کمې تبصرې په سوشل میډیا مخې ته راغلي دي.

البته دافغانانو دخوشحالۍ په پوسټونو کې یې خپل اختلافي نظرونه ضرور شریک کړي چې تر ډیره حده په پیغورونو اؤ سپکور سپورو وئیلو اډاڼه دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG