لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ کې دافغانستان بل پرمختګ،خپل ټي‌۲۰ لیګ معرفي کوي


افغانستان دکرکټ په لوبه کې دنور پرمختګ کولو سره دخپل ټي ۲۰ لیګ رامینځته کولو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې اکتوبر ۲۰۱۸م کې به دافغانستان پریمئیر لیګ لوبې کولی شي.

افغانستان کرکټ بورډ د هندوستان له يوه شرکت سره په دوبۍ کې د کرکټ د غوره ليګ شل اووريزو سياليو ترسره کولو يو تړون لاسليک کړی.

دغه تړون د افغانستان دکرکټ بورډ مشر لطف الله عاطف مشعل او د سنيکسر سپورسټس په نامه د هندي شرکت د استازي ترمنځ تیره ورځ په کابل کې لاسليک شوی.

دافغان کرکټ بورډ مشر لطف الله عاطف مشعل خبریالانو ته ویلي چې اکتوبر کې کیدونکو سیالیو کې به پینځه لوبډلې برخه اخلي اؤ ددوئ ترمینځ به ۲۳ سیالۍ کیږي.

د مشعل په وينا، دغه ليګ به ددې لامل شي، چې افغان لوبغاړي د نړۍ اتلو لوبغاړو سره د لوبېدو چانس پيدا کړي

هغه وویل” د ټي ۲۰ دغو سیالیو کوربه توب به دمتحده عرب امارات په غاړه وي خو تر اوسه مو دا پریکړه نه ده کړې چې سیالۍ به په کومو،کومو ښارونو کې کیږي”

ښاغلي ستانکزي وویل د پینځوؤ لوبډلو دپاره د لوبغاړو رانیولو عمل به دمارچ دمیاشتې څخه پیل شي اؤ ۴۰ؤ بهرنیو لوبغاړو په دغو سیالیو کې لوبیدو ته لیوالتیا ښودلې ده.

هغه وویل دغه سیالۍ به په پراخه کچه کولی شي چې مقصد یې د نړۍ د لمړي قطار دریوؤ لویو لیګونو کې ګډون کول دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG