لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اچين کې امريکايي سرتېری ژوبل شوی


افغانستان کې د نېټو قاطع ماموريت ويلي ختيځ افغانستان کې په ځمکنۍ جګړه کې يو امريکايي سرتېری ژوبل شوی دی.

افغانستان کې د نېټو وياند کېپټن ټوم ګريسبېک ويلي دغه پېښه د ننګرهار د اچين په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده خو نوموړي په دغه اړوند نور تفصيل نه دی ویلی.

"کوم اتحادي سرتېری نه دی وژل شوی يو امریکايي سرتېری ژوبل شوی او روغتیايي حالت يې ښه دی د درملنې لاندې دی".

ځايي رسنیو ويلي پېښه د امريکايي پوځ په سيمه کې د تندلارو په ضد هوايي بريدونو په مهال رامنځته شوې چې پکې ډېر تلفات هم اړول شوي دي خو په دغه اړوند چارواکو په خپله څه نه دي ویلي.

ګريسبېک ويلي په دغه اړوندبه په مناسب وخت مالومات خپاره کړي.

هغه ويلي" مونږ د ننګرهار په مامندر دره کې د داعش خراسان په ضد سټراټيجيکي عمليات دومداره ساتو او دوي مو د جنګي مورچلو څخه اووه کلوميټر په شا تمبولي دي".

داعش خراسان په منځني ختيځ کې د ترهګرې ډلې سره اسلامي دولت يا داعش سره تړاؤ لري او تندلاري يې د ننګرهار د اچين ترڅنګ په جنوبي برخو کې فعاليت لري.

د طالب وسله والو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې په امريکايانو بريد دوي کړی دی.

هغه ویلي امريکايي ځواکونه د ځايي حکومتي ملېشې سره ناست وو په دغه مهال پرې بريد شوی او ۱۶ افغان او امريکايي سرتيري پکې وژل شوي دي، طالبان زياتره دغه ډول خبرونه خپروي چې پخلی يې نه کيږي.

دغه بيان له هغې څو ساعته وروستو راغلی چې د ننګرهار چارواکو ويلي افغان ځواکونو په خوږياڼو کې د څلورو کمانډرانو په ګډون د ۲۰ نه زيات طالب وسله وال وژلي دي.

او طالب وياند د اته ؤ طالبانو د وژنی پخلی کړی او د۱۳ افغان سرتېرو د وژل کېدو ادعا يې هم کړې ده.

افغانستان کې تېر کال ټول ۲۱ امريکايي سرتيري د ترهګرو سره په جګړو، ماين چاؤدنو او منځنو بريدونو کې وژل شوي چې اته يې يواځې په ننګرهار صوبه کې وژل شوي وو او د روان کال په لمړۍ ورځ يو بل امريکایي سرتېری په اچين کې وژل شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG