لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کډوال بايد بيرته تلو ته امادګي ونيسي


پاکستان چې روانه مياشت افغان کډوالو ته په ملک کې د پاتې دپاره نور يوه مياشت وخت ورکړی افغان چارواکي وايي د پاکستان حکومت يا اړونده ادارو دوي ته په دغه تړاؤ رسمي خبر نه دی ورکړی.

په پاکستان کې افغان مرستيال سفير زردشت شمس ويلي دوي هم د مطبوعاتو د لارې خبر شوي او د "پاکستان نه په رسمي ډول دوي ته خبر نه دی ورکړل شوی چې د ۳۱م جنورۍ يا روانې مياشتې د پای پورې کډوالو ته مهلت ورکړی شوی".

زردشت امریکا غږ سره په خبرو کې وويل، "د مثال په توګه پاکستان کې دوه ملينو نه زيات افغان کډوال ژوند کوي نو د دوي په يوه مياشت کې بیرته تګ ګران دی خو په مياشت کې به د دوي په تګ کار پېل شي".

نوموړي وويل "دوي کډوالو ته هيله نه ورکوي چې دوي به هم دلته پاتې وي په راتلونکې کې ستونزې زياتې دي کډوال بايد امادګي ونيسي چې بيرته خپل وطن ته تګ شته او خپله افغان حکومت هم لګيا دی چې لازم ټول امکانات ورته برابر کړي او په حکومتي کچ ورته امادګي ونيسي".

د پاکستان دولتي رسنيو د روانې مياشتې په څلورمه نېټه خبر ورکړی ؤ چې د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ د کابيني په غونډه کې افغان کډوالو ته د یوې مياشتې پورې پاتې کېدو پرېکړه شوې وه.

زردشت ويلي افغان سفير حضرت عمرزاخېلوال د افغان کډوالو په اړوند د پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دی خو دا چې دغه خبرې به کومې پايلې په اړه یې اوس څه نشي ويلی.

نوموړي وويل "د افغان حکومت دپاره د کډوالو په ځای کول ستونزمنه پروسه ده ځکه کډوال بيرته په ستنېدو د اوسېدو ځای نه لري د کار زمينه ورته نشته چې روزګار وکړي خو هغه وويل حکومت يې وړاندې هم دې پله پام کړی او اوس به دوي ته په سمدستي ډول د سر د پناه انتظام وکړي".

نوموړی سفير مني چې "د اوسني سياسي تاؤ تريخوالي اغېز د کډوالو په اړوند شوی دی او که د پاکستان حکومت دوي ته هر څومره وخت ورکوي خو دوي ته به بيرته تلل وي بايد کډوال دې تلو ته اماده وي".

بل لور ته د پاکستان د يوې مياشتې مودې ورکولو د اعلان وروستو د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان نه غوښتي چې د کډوالۍ مسله يوه بشري الميه ده افغان کډوالو ته دې پاکستان د اوسېدو دپاره د يو کال پورې وخت ورکړي.

افغان حکومت د پاکستان نه دا غوښتنه هم کړې چې د کډوالو مسلې ته دې سیاسي بڼه ورنکړی شي.

د امریکا د سخت فشار او نيوکو وروستو پاکستان افغان کډوالو ته د يوې مياشتې وخت ورکولو ويلي دي.

څيړونکي وايي چې کله هم د اسلام اباد او کابل اړيکې ترينګلې کيږي يا د افغانستان په تړاؤ په پاکستان هر ډول نړیوال فشار راځي پاکستان يې زور کډوالو ته ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG