لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ماشومه جنسي تیری، په پاریدلو مظاهره کونکو ډزو کې دوه تنه وژل شوي


دپاکستان دپنجاب ایالت په قصور سیمه کې په یوه اته کلنه وړه ماشومه دجنسي تیري وروسته دغه ماشومې مړی په ډیران غورځول شوی.

ځایي خلک چې پکې لویه شمیره دښځو ده ددغه تیري په ضد سړکونو ته راوتلي اؤ پولیسږ پرې ډزې کړي چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

قصور دپنجاب هاغه سیمه ده چې دپاکستان دنورو سیمو په پرتله پکې تر ټولو زیات په ماشومانو د جنسي تیري راپورونه مخې ته راځي.

دسیمې څخه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې د وژل شوي ماشومې نوم زینب ؤ چې پینځه ورځې وړاندې له کوره د سیپارې دسبق ویلو دپاره وتلې اؤ په لاره کې نامعلوم شخص تښتولې وه

په ټولنیزه ویب پاڼه ټویټر د پتټې کیمرې دلارې دزینب دتښتونې یوه جوړه شوې ویډیو هم خپره شوې په کومه کې چې لیدل کیږي هغه یو تن د ګوتې نه نیولې اؤ ځان پسې یې روانه کړې ده

د زینب کورنۍ دهغې د بې درکۍ راپور د پولیس سره لیکلی ؤ حو د قصور د پولیسو ضلعي مشر ذوالفقار احمد خبریالانو ته ویلي چې تیره شپه دهغې مړی د یو ډیران څخه موندل شوی.

دپولیسو دغه مشر وایي چې د پوسټمار رپورټ نه معلومه شوې چې وژل شوې ماشومې باندې جنسي تیری شوی.

ددغه پيښې په ضد دسیمې خلک په لویې شمیر کې دپولیسو په ضد داحتجاج دپاره سړکونو ته راوتلي.

سرچینې وايي په پاریدلو مظاهرینو کې زیاته شمیره د ښځو ده چې داحتجاج دپاره د قصور دکمشنر دفتر ته ورټول شوي وؤ اؤ دغلته پرې پولیسو ډزې کړي دي؟

په دغو ډزو کې دوه تنه وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي .

دپنجاب صوبې دپولیسو سرلښکر عارف نواز میډیا ته ویلي ددې خبرې به پلټنې کیږي چې پولیسو په مظاهره چیانو ولې ګولۍ ورولي دي.

تیرکال په قصور سیمه کې په ۲۸۰ ماشومانو د جنسي تیري خواوشا ۴۰۰ ویډیوګانې مخمې ته راغلې وې چې په هغې په ګرد هیواد اؤ‌ پارلیمان کې سخت احتجاج شوی ؤ.

په قصور کې ۲۸۰ څخه د زیاتو ماشومانو سره د جنسي تیریو د ویډیوګانو جوړولو د سیکینډل مخې ته له راتلو وروسته ددغو ماشومانو والدینو غوښتنه کړې وه چې کوم خلک په ماشومانو جنسي تیریو کې ککړ دي په هغوئ باید مقدمي په پوځي محکمو کې وچلول شي.

خو تراوسه نه یوازې ریاست ددغو ماشومانو د والدینو غوښتنو ته غوږ نیولی بلکې په ماشومانو دجنسي تیریو په تور نیول شوؤ کسانو ته یې هم داسې لویې سزاګانې نه دي‌ ورکړي چې په ټولنه کې د نورو خلکو دپاره د عبرت سوب شوي وي.

تیرکال دپاکستان دقامي اسمبلۍ قائمه کمیټۍ ته دسوات نه داسمبلۍ ښځینه غړې مسرت احمد زیب یوه قانوني مسوذه وړاندې کړې وه چې پکې په ماشومانو دجنسي تیري کوونکو دپاره دسختو سزاګانو وړاندیز شوی ؤ خو کمیټې دغه قانوني مسوده مسترد کړې وه.

د ماشومانو د حقونو دپاره د کارکوونکو غیردولتي سازمانونو شمیرې ښایي چې تیر کال د ۱۰۰ څخه زیات ماشومان هلکان اؤ جینکۍ له جنسي تیریو وروسته وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Recommended

XS
SM
MD
LG