لاس رسیدونکی لینک

پیښور:نامراده عاشق دخپلې محبوبې اؤ دهغې دپلار له وژلو وروسته ځان وژلی


بریښنا

دخیبرپښتونخوا په سرښار پیښور کې یو نامراده عاشق دخپلې رقاصې محبوبې اؤ دهغې دپلار د وژلو وروسته خپله ځان هم وژلی دی.

پولیس وایي دغه پيښه د سه شنبې په ورځ دپيښور په ګلډره نومې سیمه کې رامینځته شوې ده.

دیکه توت سیمې دپولیسو مشر یا ډي ایس پي فضل واحد وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته دپیښې دجذئیاتو بیانولو په ترڅ کې ویلي دلمړنیو پلټنو څخه معلومه شوې چې وژل شوې پیغله بریښنا یوه رقاصه وه چې دیکه توت په ګلدره سیمه کې اوسیدله.

هغه وویل د علی اکبر اپریدي په نوم دخیبرایجنسۍ یو زلمي په دغه رقاصه زړه بائللی ؤ اؤ غوښتل یې چې واده ورسره وکړي خو پلار یې نه ورکوله.

دپولیسو دمشر د وینا له مخې د سه شنبې په سحر علي اکبر دبریښنا کور ته ورغلی اؤ دهغې پلار نه یې غوښتنه کړې وه چې بریښنا باید هغه ته واده کړي خو پولیس وایي چې کله یې پلار د خپلوۍ نه انکار وکړو نو په دې علي اکبر ته قار ورغلو اؤ دبریښنا پلار حضرت عمر یې په چاړه ووهلو.

پولیس وایي کله چې دخپل پلار د ژغورلو د رپاره بریښنا مینځ ته ورغله نو علي اکبر په هغې هم د چاړې وارونه وکړل اؤ ژوبله یې کړه اؤ له هغې وروسته یې خپل ځان په تمانچه ووژلو.

دپولیسو وینا ده چې دغه ژوبل پلار اؤ‌ لور کله روغتون ته رسول کیدل نو پلار یې په لاره کې ساه ورکړه اؤ بریښنا هسپتال کې د زخمونو په توان نه راوړلو مړه شوه.

په پيښور کې زیاتره مهال مینه کې په ناکامۍ د وژنو دغسې راپورونه مخې ته راځي اؤ ددغسې جذباتي مینې په ټس کې یوازې پیغلې خپل سرونه نه بائیلي بلکې زیاتره وخت نرښځي یا هیجړاګان هم دخپلو عاشقانو لخوا وژل کیږي.

XS
SM
MD
LG