لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د شام په اړوند تګلاره کې په بدلون غور کوي


د امريکې د دفاع وزیر جېم مېټس د امريکايي عسکرو سره ويني.
د امريکې د دفاع وزیر جېم مېټس د امريکايي عسکرو سره ويني.

امريکا په شام کې په خپله تګلاره کې د بدلون تیاری کوي چې د داعش د خپلسره خلافت د مينځه وړلو وروستو د بيا رغونې په لمړو کارونو کې مرسته وکړی شي.

د امريکا په ملاتړ د تير اکتوبر په مياشت کې د داعش د ترهګرو نه د هغو پلازمينه خالي کړی شوې وه او د هغې وروستو د شام سيرين ډېموکرېټک ځواک (اېس ډي اېف) په پاتې علاقو کې په داعش پسې شوی دی.

ويل کيږي د اېس ډي اېف د اثر لاندې سيمو کې د داعش د تندلارو شمېر د ۱۰۰۰ نه کم پاتې شوی دی.

د امريکې د دفاع وزير جېم مېټس ويلي چې د حالاتو قابو کولو د هڅې دا سم وخت دی.

مېټس د جمعې په ورځ خبريالانو ته ويلي، مونږ چې به کومه لاره خپلوؤ هغه به په سيمه کې د قبضې په ځای د بيا رغونې وي، او د هغې دپاره به تاسو په ځمکه امريکايي سفارتکار وينئ.

مېټس د دې خبرې دپاره وخت نه دی ټاکلی چې شام ته به سفارتکار يا نور کارمندان کله وليږي خو ټينګار يې کړی چې دا کار دې بيا د سره نوې جوړونه ونه ګڼل شي.

مېټس ويلي چې دا به يو ډېر مهم کار وي چې ملبه اوچته کړی شي او نورې اسانتياوې په ځای کړی شي بيا اسکولونه پرانستل شي او هڅه به کيږي چې په ځايي الاتو علاقې پاکې کړی شي.

په شام کې به د سفارتکارو او عامې ابادۍ د ساتنې او د داعش د تندلارو د مخې نيولو د روزنې د مرستې په لړ کې ۲۰۰۰ امريکايي سرتيري موجود وي.

مېټس ويلي د امريکا ملاتړي ځواکونه به د داعش د تندلارو وسله والو په ضد مبارزه دوامداره ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG