د خېبرپښتونخوا بونېر ضلعې سره تعلق لرونکی شاعر او استاز پروفېسر زېدالله خان معصوم د ۷۱ کالو په عمرکې په حق رسېدلی دی.
زېدالله خان د بونېر ضلعې چغرزو علاقې په بټاړه کلي کې زېږېدلی او لمړۍ زدکړې يې هم په خپل کلي کې کړې وې، هغه د پښتو ژبې سره په اردو کې هم د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې وه.
ارواښاد ۱۳ کاله د بونېر په ډګري کالج کې د پښتو ژبې استاز پاتې شوی او له دغې وړاندې د پاکستان د کسټم په محکمه کې د ډي اېس پي په چوکۍ يې نزدې ۲۰ کاله دنده ترسره کړې وه.
د بونېر سره تعلق لرونکی شاعر او پروفېسر نواز يوسفزی چې د ارواښاد معصوم شاګرد او بيا ورسره د بونېر په ډګري کالج کې د ملګري په حېث پاتې شوی وايي، "معصوم صېب شاعري کړې او د شاعرۍ په مزاج کې يې اولسی رنګ دی ، او په دغه حواله هغه د شاعر په حېث مقبول ؤ".
يوسفزی وايي "زېدالله خان معصوم د استاز په حېث په کالج کې د پښتو ادب خدمت په ډېره ښه طريقه ترسره کړی او ځوان کول يې د پښتوادب سره اشنا کړی دی".
هغه زياته کړه "د استاز په حېث معصوم يو خوش مزاجه انسان ؤ که په کالج کې به د کومو زدکوونکو خپل کلاس خالي ؤ هغوي به د زېدالله خان کلاس ته راتلل او په کلاس کې به يې دومره ګڼه وه چې کله کله به پکې د ناستې ځای هم نه ؤ".
نوازيوسفزی وايي "زېدالله خان صېب يو مجلس ودانه سړی ؤ خوږ مزاجه سړی ؤ مزاح او طنز به يې کوو د مشر سره مشر اود کشر سره کشر ؤ".
د ارواښاد زېدالله خان درې شعري کتابونه چاپ دي، (پېغله مينه)، (بيا سترګې راواړوه)، (راځه چې دواړه په ټال ځانګو)،
هغه د څلورو بچو ( دوه زامنو او دوه لوڼو) پلار ؤ.
د زېدالله خان جنازه نن په خپل پلارني کلي بټاړه کې وشوه او خاورو ته وسپارل شو.