لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان، پاکستان او نېټو پوځي چارواکو د ډېورنډ په امنیت خبرې کړي


پاکستان د ډېورنډ په کرښه د سيمو ازغن تار لګوي او دريځ لري دغه کار د کرښې د پورې غاړې افغانستان نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنیوي دپاره کوي.
پاکستان د ډېورنډ په کرښه د سيمو ازغن تار لګوي او دريځ لري دغه کار د کرښې د پورې غاړې افغانستان نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنیوي دپاره کوي.

د افغانستان پلازمینه کابل کې د افغانستان، پاکستان او نېټو ځواکونو چارواکو د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې د امنيت په سر خبرې کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري امريکا غږ ته ويلي، د دغو دریو پوځي ادارو ترمنځ د شنبې يا خالي د ورځې خبرې د افغانستان، پاکستان او د نېټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت د ځواکونو ترمنځ د درې میاشتنیو نوبتي غونډو لړۍ ده.

هغه ويلي په دغه ناسته کې ګډون والو د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې په يو شمېر ستونزو خبرې کړي دي.

پاکستان د ډېورنډ په کرښه د سيمو ازغن تار لګوي او دريځ لري دغه کار د کرښې د پورې غاړې افغانستان نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنیوي دپاره کوي.

افغانستان دغه کرښه په رسيمت نه مني، د ننګرهار ولايتي شورا د افغان حکومت نه د پاکستان لخوا د سيمو د تار د مخنيوي غوښتنه هم کړې او کرښې ته نزدې پرتو صوبو کې هم دغه ډول غوښتنې شوې چې دغه کار دې بند کړی شي.

جنرال وزيري ويلي د افغانستان او پاکستان د پوځ له اړخه د اپرېشن يا عملياتو پوځي چارواکو سره په ناسته کې د دوي د نېټو سيال هم ګډون کړی دی.

نوموړي ويلي " موضوعات مشخص نه دي، مثلاً د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې چې توغندي ویشتل کیږي او د کرښې په دواړو خواو کې چې ځینې ستونزې پیدا کیږي د حل د لارو د لټولو لپاره دوی پرې خبرې کړي".

نوموړي ويلي د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه او په نورو مسایلو هم د غونډې برخه والو خبرې کړي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خارجه دفتر وياند محمدفېصل ويلي ؤ پاکستان او افغانستان پرېکړه کړې چې د امنيت ښه کېدو په موخه دواړه هېوادونه د يو بل په پوځي مرکزونو کې رابطه افسران په ځای کوي.

فېصل ويلي ؤ پاکستان افغانستان ته د دواړو هیوادونو ترمنځ په پراخه کچه د مذاکراتو پېل کولو وړاندیز کړی دی خو کابل ورته لا څه رسمي ځواب نه دی ویلی.

افغانستان او امريکا د اوږدې مودې راهسې په پاکستان کې تور لګوي چې په خپله خاوره يې د حقاني شبکې ترهګر ساتلي او د دغه د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

د روان کال اګست په مياشت کې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې او ويلي يې ؤ امريکا به نور د پاکستان ترهګرو ته په پناه ورکولو غلې پاتې نشي.

د روانې مياشتې په لمړيو کې د امریکې د دفاع وزیر جېم مېټس د اسلام اباد سفر کړی او په پاکستان يې غږ کړی ؤ چې په هېواد کې د ترهګرو پرضد دې خپلې هڅې نورې تُندې کړي.

له دې وړاندې د صدر ټرمپ د بیان وروستو نوموړي ویلي ؤ پاکستان ته يوه بله موقع ورکوي.

او افغانستان کې د امريکايي پوځ جنرال نيکلسن په وروستيو کې ويلي پاکستان د صدر ټرمپ د تګلارې وروستو هم خپله رويه نه ده بدله کړې.

خو پاکستان تل ادعا کوي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

د پاکستان د پارليمان یو ۱۵ کسیز پلاوی هم د افغان حکومت د چارواکو او د پارليمان د مشرانو سره د خبرو لپاره د جمعې په ورځ کابل ته تللی دی.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي، امریکا غږ ويلي چې پاکستاني پارليماني پلاوي کې د ځینو سیاسي ډلو استازې هم شامل دي.

ټاکل شوې دا پلاوی به د افغانستان د صدر او اجرائیه رئیس سره د کتنو ترڅنګ د افغانستان د پخواني صدر حامد کرزي هم وویني.

د روان کال په لومړیو کې هم د پاکستان د قامي اسمبلۍ يا ښکتني اېوان سپيکر ایاز صادق په مشرۍ یو پارليماني پلاوي د کابل سفر کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG