لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان کندهار ولایت کې دپولیو بله پیښه ثبت شوې


د پولیو دا پېښه د کندهار په شمال کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په کړوي سیمه کې ثبت شوې.
د پولیو دا پېښه د کندهار په شمال کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په کړوي سیمه کې ثبت شوې.

د کندهار په ولایت کې روغتیایي چارواکي وايي، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو نوې پیښه بیا د دغه ولایت د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې ثبت شوې، چې ورسره په روان ۲۰۱۷ کال کې په کندهار کې د پولیو د ثبت شوو پیښو شمیر پنځو او په افغانستان کې دولسو ته ورسیدو.

د پولیو دا پېښه د کندهار په شمال کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په کړوي سیمه کې ثبت شوې.

د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ګوزڼ وهلی ماشوم ۲۲ میاشتنی هلک دی چې د پولیو ضد هیڅ واکسین يې ندی اخیستی.

نوموړي زیاته کړه چې د کړوي سیمه په مسلسله توګه له واکسین څخه محرومه شوې او لاهم هلته د پوليو واکسین پر وړاندي خنډونه موجود دي.

ډاکټر پخلا وویل " ماشوم هلک حاجي ګران نومیږي ۲۲ میاشتنی دی د کړوي د کلي اوسیدونکی دی او د پوليو ضد واکسین يې ندی تر لاسه کړی، سیمه کې د فبروري د میاشتی را وروسته پر کمپاینونو باندي بندیز دی".

سږکال په کندهار کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو زیاتي پېښي لري.

په کندهار کې د ګوزڼ ټولې پنځه پېښي ثبت شوي چي څلور يې په دغه ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

دا ولسوالۍ کندهار له زابل او ارزګان ولایتونو سره نښلوي.

د کندهار د عامي روغتیا رئیس د ماشومانو د ګوزڼ وروستۍ پېښي ډیري د اندېښنې وړ بولي او په جګړه کې د ښکېلو خواوو څخه غواړي چې د ماشومانو د روغتیا ساتلو لپاره دي د پوليو پرضد له کمپاینونو سره مرسته وکړي.

په جنوب کې د پولیو پرضد د همږغۍ د مرکز یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د دولت د وسله والو مخالفینو يو شمېر سیمه ییز قومندانان د خپلو غوښتنو د عملي کولو په موخه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د پولیو د واکسین کمپاینونو ته اجازه نه ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونسیف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د پوليو ناروغي په جنوب کې د ډيرو ماشومانو روغتیا ګواښي او په لمنځه وړلو کې يې د ټولو خواوو همکاري اړینه ده.

ښاغلي کمال شاه وویل " د پوليو ګډ پروګرام په اړه له روان حالت څخه اندېښنه لرو او دې حالت ته د تغیر لپاره باید زمینه برابره شي چې تر وروستي ماشوم پورې هم د پوليو واکسین ورسیږي".

په کندهار کې د پوليو له وروستۍ پېښې سره په افغانستان کې د پولیو د ټولو پېښو شمېر ۱۲ ته ورسید چې پنځه يې په کندهار، دوه په هلمند، یوه په زابل، درې په ننګرهار او یوه هم په کندز ولایت کې ثبت شوې.

(دامریکا غږ اشنا څخه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG