لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور دشهیدانو په وینو ویاړ کیږي، خو انصاف نه ورکړل کیږي


دخالي په ورځ  دپيښور  دارمي پبلک سکول په ترهګریز برید کې دوژل شوؤ ماشومانو ددریم تلین په اړوند دغمرازۍ غونډې شوي دي.
دخالي په ورځ  دپيښور  دارمي پبلک سکول په ترهګریز برید کې دوژل شوؤ ماشومانو ددریم تلین په اړوند دغمرازۍ غونډې شوي دي.

دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي درې کاله وړاندې دپيښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ لسګونو ماشومانو اؤ دهغوئ د کورنیو قربانیو ته دعقیدت پیرزوئنې وړاندې کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې هم ددغه درنې قربانۍ له امله پاکستان دترهګرۍ په ضد جګړه ګټلې ده.

خو بل لوري ته دپيښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ دپاکستان دحکومت نه ددغه ترهګریزې پیښې دعدالتي پلټنو غوښتنې کوي اؤ په حکومت تور لګوي چې ددغه پيښې ټول علتونه ورته معلوم دي خو مخې ته یې د راوړلو نه ډډه کوي.

دخالي په ورځ دپيښور دارمي پبلک سکول په ترهګریز برید کې دوژل شوؤ ماشومانو ددریم تلین په اړوند پیښور اؤ ګرد هیواد کې دغمرازۍ غونډې شوي دي.

دپیښور په ارمي پبلک سکول، اؤ ددغه سکول په لائبریرۍ کې بیلابیلو راجوړو شوؤ غونډو کې د خیبرپښتونخوا صوبې وزیراعلی پرویز خټک، کورکمانډر لیفټننټ جنرال نزیر احمد بټ، د وژل شوؤ ماشومانو دکورنیو اؤ دمدني ټولنې غړو برخه اخستې .

په دغه موقعه دغونډې برخه والو د ای پی ایس په ترهګریزه پیښه کې د وژل شوؤ ماشومانو په یادګاري څلي د ګلونو ګیډۍ ایښي اؤ دهغوئ روحونو ته یې دعاګانې کړي دي.

ددغه ورځې په مناسبت خپل یو دغمرازۍ پیغام کې دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئیلي چې د۱۶م دسمبر ورځ به دپاکستان تاریخ کې دیوې تورې ورځې په توګه تل یاد ساتلی کیږي.

هغه ویلي په دغه ورځ ناترسه ترهګرو په ارمي پبلک سکولو کې په لسګونو بېګناه ماشومان په نخښه کړل خو ددغو ماشومانو وینو نن رنګ راوړی اؤ‌ پاکستان په ټوله نړۍ کې هغه یوازینې قام دی چې دترهګرۍ په ضد جګړه یې ګټلې ده.

هغه دعو کړې ده چې ددغو قربانیو په برکت پاکستان کې دترهګرو ملا ماته شوې ده، دنیشنل ایکشن پلان په اساس امنیتي ځواکونو ترهګرو ته ډاګیزه ماتې ورکړې اؤ ټول قام دترهګرۍ په ضد یو موټی شوی دی.

خو دپاکستان دوزیراعظم ددغو دعوؤ ترڅنګ نن هم په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو زیاتره کورنۍ تور لګوي چې حکومت هغوئ ته دخپلو ماشومانو د وینو انصاف نه دی ورکړی.

په ۱۶م دسمبر۲۰۱۴ دپيښور په ارمي پبلک سکول دشوي ترهګریز برید پړه دطالبانو ویاند احسان الله احسان په غاړه اخستې وه اؤ نن احسان الله احسان دپاکستان د پوځ په ولقه کې دی.

دوژل شوؤ ماشومانو کورنۍ تور لګوي چې پوځ د ۱۴۳ؤ ماشومانو قاتل ته لکه دیو میلمه حیثیت ورکړی دی اؤ محکمې ته یې هم عریضه کړې چې باید پوځ ددې خبرې پابند کړي چې احسان الله احسان خوشې نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG