لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دارمي پبلک سکول دماشومانو کورنۍ درې کاله وروسته هم انصاف دپاره سرګردانه دي


پاکستان کې رامينځته شوى دغه ترټولو خونړى ترهه ګريز بريد و،
پاکستان کې رامينځته شوى دغه ترټولو خونړى ترهه ګريز بريد و،

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دترسره شوي ترهه ګريز بريد نن درې کاله پوره شول خو په دغه خونړۍ پیښه کې د وژل شوؤ ماشومانو مور،پلار نن هم دخپلو تنکو بچو د وینو سره دانصاف غوښتنې کوي.

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې په ورسک روډ موقعيت لرونکي دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول وسله والو جنگيالو خونړى بريد کړى ؤ اؤ د١٣٤ؤ ماشومانو په ګډون يې ١٥٠ کسان په بې دردۍ سره وژلي وؤ.

پاکستان کې رامينځته شوى دغه ترټولو خونړى ترهه ګريز بريد و،

ددغه بريد څخه وروستو پاکستان تيزنديانو څخه بنديز پورته کړى و،،شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو کې يې چټکتيا راوستې وه او ديو ايني بدلون له لارې يې پوځي عدالتونو ته دترهه ګرۍ پېښو کې په ککړو کسانو پوځي عدالتونو کې دمقدمو چلولو واک ورکړى ؤ.

دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) دهاغه وخت ویاند احسان الله احسان په ارمي پبلک سکول دبريد ذمه واري قبوله کړې وه او ويلي يې وو چې دا شمالي وزيرستان کې ٢٠١٤م کې دپوځ لخوا دپيل کړى شوو عملياتو ضرب عضب انتقام ؤ.

نن احسان الله احسان ځان پوځ ته تسلیم کړی اؤ د وژل شوؤ ماشومانو والدین تور لګوي چې دهغوئ دبچو قاتل سره دپوځ لخوا د یو میلمه په څیر سلوک کیږي.

د پاکستان پوځ د روان کال اپرېل په مياشت کې ويلي ؤ د طالبانو وياند احسان الله احسان ورته ځان سپارلی دی، او دهغه ويډيوي بيان يې خپور کړی ؤ.

وروسته دپاکستان دټي وي په چینلو داحسان الله احسان مرکې مخې ته راغلې چې هغه پکې ښه مسکی ناست لیدل کیږي، واسکټ یې په تن اؤ پکول یې پسر وي.

ددغو ویډیوي مرکو مخې ته د راتلو نه وروسته د وژل شوؤ ماشومانو کورنیو نیوکې کړې وې چې داسې بریښي لکه پوځ احسان الله احسان دیو نازولي میلمه په څیر دځان سره ساتلی دی.

د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ دتیرو دریوؤ کالو نه غوښتنې کوي چې په ارمي پبلک سکول دشوي برید عدالتي پلټنې دې وکړل شي خو دغو غوښتنو ته لا تر دې ساعته چا غوږ نه دی نیولی.

پلوشه خان چې په دغه برید کې يې ورور وژل شوی امریکا غږ ته ویلي "زمونږ د سپريم کورټ او هاېي کورټ سره چې دومره طاقت شته چې وزيراعظم هم کورته لېږلی شي، نو زمونږ خو خاندانونه تباه شوي ۱۴۰ کورونه تباه شوي".

هغې وويل مونږ ته به څوک وايي چې د پېښور "د پېښې په شا د چا لاس ؤ دا د چا زمه واري وه چې هغه سکول ته به یې امنیت ورکولو“

د حفصه دراني ورور هم د پېښور په دغه سکول ترهګریز بريد کې وژل شوی وايي د دغه بريد هر څه معلوم دي.

"دويې مونږ ته کله يوه بهانه وکړي چې مونږ کله کورټ کې شکايت ورکړو مونږ له په تاريخ پسې تاريخ راکوي خو مونږ له فېصله نه راکوي دويې سره ټول ثبوتونه شته دويې ته پته ده چې څوک دي د دې په شا باندې، خو دويې مونږ ته ولې نه وايي؟ دا زمونږه حق دی"

دارمي پبلک سکول پېښه کې وژل شوو طالب علمانو او استاذانو ته دعقيدت وړاندې کولو لپاره نن دپاکستان بيلا بيلو ښارونو کې دسياسي، ټولنيزو تنظيمونو، مدني ټولنې، غيرسرکاري او تعليمي ادارو په تابيا دستورې کولى شي چې پکې به دپېښې ښکار شوو کسانو لپاره قران خواني او دعاګانې کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG