لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې عمران خان اهل اؤ‌ جهانګیر ترین نااهل ګرځولی


مسلم لیګ نواز پخپل غبرګون کې ویلي دسترې محکمې داپریکړه دانصاف دوه مخی معیار دی
مسلم لیګ نواز پخپل غبرګون کې ویلي دسترې محکمې داپریکړه دانصاف دوه مخی معیار دی

دپاکستان سترې محکمې دناجائزو پنګو اؤ جائیدادونو جوؤلو په دوسیه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اهل اؤ ددغه ګوند مرکزي سکتر جهانګیر ترین نااهله ګرځولی دی.

دعمران خان اؤ جهانګیر ترین خلاف د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز یو تن مشر حنیف عباسي سترې محکمې ته خواست کړی ؤ‌ چې کومې پنګې اؤ جائیدادونه لري هغه یې د ټولټاکنو دکمیشن نه پټ ساتلي دي ځکه نو نااهله دې وګرځول شي.

دپاکستان سترې محکمې له دې وړاندې په یوې ورته (دپاناما پیپرز )قضیه کې دپاکستان وزیراعظم نااهله ګرځولی اؤ دخپلې څوکۍ څخه یې کوز کړی ؤ

دعمران خان اؤ‌جهانګیر ترین په هکله دسترې محکمې په پریکړه واکمن ګوند مسلم لیګ نواز پخپل غبرګون کې ویلي دسترې محکمې داپریکړه دانصاف دوه مخی معیار دی.

دمسلم لیګ نواز ډلې مشرانو دانیال عزیز اؤ حنیف عباسي ویلي څنګه چې جهانګیر ترین په دغه پریکړه کې نااهله ګرځول شوی دغسې عمران خان هم باید نااهله ګرځول شوی وی.

خو تحریک انصاف ګوند دسترې محکمې پریکړې،۹۹ فیصده دځان په ګټه ګرځولې اؤ ویلي یې دي چې دجهانګیر ترین په ضد د ورکړی شوې فیصلې خلاف به هم اپیل کوي.

دجمعې په ماذیګر سترې محکمې دعمران خان اؤ جهانګیر ترین په ضد دجوړې دوسیې دپریکړې اورؤلو په مهال دعمران خان ګوند ته دبهر نه دپیسو ترلاسه کولو دوسیه دپریکړې دپاره دټولټاکنو کمیسیون ته لیږلې اؤ ویلي یې دي چې دټولټاکنو کمیسیون دې ددغه معاملې په په ځیرکتیا سره جاج واخلي

دسترې محکمې مشر قاضي ثاقت نثار دپریکړې اورولو په وخت ویلي چې دپنګو په لرنه کې دعمران خان هیڅ بدنیتي مخې ته نه ده راغلې،دبني ګاله جائیداد دعمران خان ملکیت دی چې هغه خپلې ښځې اؤ بچو دپاره اخستی.

سترې محکمې ویلي کال د۲۰۱۳م کې په عمران خان دټولټاکنو کاغذنو کې د نیازي سروسز لمیټډ په نوم دکمپنۍ نه ښودلو تور بېځایه دی ځکه چې هغه ددغه کمپنۍ مالک نه ؤ اؤ خپل ټول اړونه کاغذونه یې محکمې ته وړاندې کړي دي.

دسترې محکمې پریکړه کې جهانګیر ترین نااهله ګرځول شوی چې په هغه دکروندې دزمکې څخه د ترلاسه کیدونکو پیسو، اف شور کمپنیو،برتانیهکې دجائیداد لرونو اؤ نور تورونه وؤ.

دسترې محکمې د پریکړې راتلو نه وروسته عمران خان یو مطبوعاتي کانفرنس کې ویلي چې نوازشریف غبن کړی ؤ اؤ د محکمې پریکړې ثابته کړه چې دهغه لمنه دغبن د هر داغ نه پاکه ده.

هغه وویل جهانګیر ترین هم هیڅ غبن نه دی کړی اؤ دهیواد نه بهر جائیداد دهغه دبچو دی چې جهانګیر ترین ته یې سزا نه شي ورکړی کیدلی.

ددغه پریکړې نه ورسته د تحریک انصاف ګوند غړو په ټول هیواد کې خوشحالۍ کړي اؤ په یو بل یې شیرینۍ ویشلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG