لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونه وایي خوږیانو کې یې دداعش ۲۶ترهګر وژلي دي


عمليات اوس د دغې ولسوالۍ په پيره خېلو سيمه کې روان دي
عمليات اوس د دغې ولسوالۍ په پيره خېلو سيمه کې روان دي

افغان چارواکي وایي‌ دختیز ولایت ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د پيل شويو عملياتو پرمهال ۵۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عمليات شاوخوا څلور ورځې وړاندې د ملي اردو په مشرۍ د ملي، سرحدي، عامه نظم او محلي پوليسو له خوا د کومانډو ځواکونو په همکارۍ پيل شوي چې لا هم روان دي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک وایي عمليات اوس د دغې ولسوالۍ په پيره خېلو سيمه کې دي خو امنيتي منسوبين وايي، د وسله والو له لوري د ماينونو ځای پرځای کېدل او د نښان ويشتونکو وسله والو موجوديت يې د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکي سرتېري وايي، وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، ګڼې سيمې يې ترې پاکې کړي او نږدې ده چې د وزيرو تنګي ته ورسېږي.

د وزيرو تنګی هغه سيمه ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې پيل شوې او له امله يې زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې.

په ختيز کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين چې د دغو عملياتو قومانده يې تر غاړې ده، وايي، له داعش وسله والو يې د پيره خېلو سيمې تر نيمايي زيات کلي نيولي او نزدې ده، چې تر وزيرو تنګي ورسېږي.

پژواک ددغه امنیتي چارواکي له خولې ویلي د عملياتو په تېره څلور ورځنۍ دوره کې يې ۲۶ داعش وسله وال وژلي او ۳۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د نوموړي په وينا، عمليات په برياليتوب مخې ته روان دي؛ خو لا هم د داعش ډلې له خوا په سيمه کې د ماينونو ځای پرځای کېدو او د نښان ويشتونکو وسله والو خطرونه په مخکې پراته دي.

هغه وایي امنیتي ځواکونو تر اوسه ۲۱ ماينونه شنډ کړي او د عملياتو پرمهال هېڅ افغان سرتېري او يا هم د سيمې اوسېدونکي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د خوږياڼو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار سيد نوراغا سادات ویلي تر اوسه د پيره خېلو تنګي اړوند خوازه خېل، ادم خېل بام راغه او يو شمېر نور کلي له وسله والو پاک شوي او ډېرې کمې ساحې له داعش ډلې سره دي.

خوږیانو ولسوالۍ کې له جګړو څخه شاوخوا دولس زره کورنۍ بې ځايه شوي او ګڼې کورنۍ د مرستو په تمه په دښتو او رغونو کې اوسېږي.

ننګرهار پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان هغه ولایت دی چې دداعش پکې تر ټولو زیات فعالیت لري.

افغان اؤ نړیوال ځواکونه ددغه ولایت بیلابیلو سیمو کې وخت په وخت دداعش د وسله والو په ضد عملیات کوي اؤ دعوه لري چې په دغه ولایت کې یې دداعش ګڼ شمیر مشران اؤ جنګیالي وژلي اؤ دهغوئ ځالې یې له مینځه وړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG