لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس افغانستان سره مرستو ته تيار دی، پيوټن


د روس صدر ويلي روس او امریکا په افغانستان همکاري هم کولی شي.
د روس صدر ويلي روس او امریکا په افغانستان همکاري هم کولی شي.

د روس صدر ولاديمير پيوټن ويلي افغانستان کې امنیتي خطرې سېوا کيږي او روس تيار دی چې د افغانستان د حکومت سره مرسته وکړي.

پيوټن په داسې حال کې د افغانستان په امنيت اندېښنه ښودلې چې په دغه هېواد امريکايي ځواکونو د داعش او طالبانو پرضد هوايي بريدونه پراخه کړي دي.

د روس صدر ويلي روس او امریکا په افغانستان همکاري هم کولی شي.

خو بل لور ته امریکايي او افغان چارواکي د وړاندې نه په روس تور لګوي چې د طالبانو ملاتړ کوي خو ماسکو دغه تورونه ردوي.

په افغانستان کې لوړ پوړي امريکايي چارواکي وايي هلته يې په نوې ستراټيجۍ پرمختګ کړی دی.

په افغانستان کې د نېټو او امریکایي ځواکونو د ماموریت عملیاتي مسؤل جنرال لنس بنچ ویلي دي چې د اسیا د جنوب او افغانستان لپاره د امریکا نوې سټراټيجۍ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګټه حالات بدل کړي دي.

د روس صدر ويلي ماسکو د واشنګټن سره اړيکې معمول ته راوستل غواړي.

د امریکې د کال ۲۰۱۶م په انتخاباتو کې داسې تورونه دي چې روس پکې لاسوهنه کړې وه او په دغه خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ رامنځته دی.

پيوټن د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه رد کړې ده او زياته کړې يې ده چې د ډونلډ ټرمپ سياسي مخالفين په هغه قانوني پوښتنې راولاړې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG