لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اقتصاد په ښکته روان دی، اقتصادي پوهان


په وروستيو کې د پاکستانۍ روپۍ قدر د ډالر په مقابله کې راکم شوی دی.
په وروستيو کې د پاکستانۍ روپۍ قدر د ډالر په مقابله کې راکم شوی دی.

د پاکستان اقتصاد چې پرله پسې په ښکته روان دی ځينې پوهان وايي د روپۍ قدر راټيټيدل، د بهرنو زېرمو کمېدل، تجارتي خساره او اسټاک انډېکس د ۱۸ مياشتو تر ټولو ټيټې کچې ته راغلی دی.

ملکي حکومت د زورور پوځ سره په ستونزو کې ښکېل دی کوم څه چې سياسی غېريقني حالات رامنځته کړي او پانګه اچونکي يې يو اړخ ته کړي دي.

په عېن حال کې پخوانی لرې کړی شوي وزيراعظم نوازشريف باندې د غبن مقدمه چليږي او د خزانۍ وزیر اسحاق ډار د تورونو لګېدو وروستو د ملک څخه بهر تښتېدلی دی او دغه بدلونونه پوښتنې راولاړوي.

د پېسو نړیوال فنډ (انټرنېشنل منيټري فنډ) په دې هر څه نه دی خوشحاله ځکه چې پاکستان به د چين لخوا جوړېدونکي هائيډروپروجېکټ پېسې څنګه واپس کوي. پاکستان د دغه پروژې نه دا وخت نزدې وتلی دي.

د ملګرو ملتونو اقتصادي او د اسيا او پېسفک سروی (يونيسکېپ)دا اوونۍ د کال ۲۰۱۷م په راپور کې خبرداری ورکړی ؤ چې د پاکستان تبادلې د نرخ يا روپۍ باثباته ساتلو دپاره په نړیوال بازار کې لاسوهنه وخت ګوزار خوړی شي، او په درېو ورځو کې بيا روپۍ د ډالر په مقابله کې ۵ فيصده کمه شوې وه.

د پاکستان مرکزي وزير احسن اقبال د چهارشنبې په ورځ هڅه کړې چې د اسحاق ډار د اقتصادي او مالي پاليسيو دفاع وکړي چې د منفي اغېزو لاندې نه دي.

خو په پاکستان کې اقتصاد پوهان او بازار په دې هر څه باور نه کوي.

د پاکستان د خزانې يا مالي وزارت پخواني سلاکار اشفاق حسېن ډيوه رېډیو ته ویلي، "هم داسې به کېدل او هغه شان وشوه، د خزانې وزیر د ايي اېم اېف د فلسفې ضد روان ؤ او په تېر څلور کاله موده کې يې هڅه کوله چې د ډالر په مقابله کې روپۍ مستحکم وساتي".

هغه ويلي هغه نه ويني چې په نزدیو کې به د روپۍ قدر سېوا شي، کومه چې د وړاندې نه د بې قدرۍ ښکار ده .

د کراچۍ د ونډو د بازار پخواني مشر ظفر موتي ویلي، د حکومت دا دريځ چې د روپۍ د قدر سره به بهرنی تجارت سېوا شي دا غلط دليل ؤ او بهرنی تجارت د وړاندې نه ډېر ټيټ ؤ، د ګرانۍ شرح د څلورو نه شپږ فيصده ته لوړه شوې او بهرنۍ قرضې ۳۰۰ ملینه ډالرو ته رسېدلي دي.

موتي ويلي د سياسي بې باورۍ په دې وخت کې که ايي اېم اېف د روپۍ قدر د ۱۰ تر ۱۵ فيصدو پورې راکموي نو دا به ډېرې تباه کن پايلې ولري.

د پاکستان د دولتي شمېرو ترمخه د ملک د مالي کال په وړومبيو پينځه ؤ مياشتو کې تجارتي خساره ۱۵ اربه ډالره، درامدات ۱۸ اربه ډالره او برامدات د درې ملينه ډالرو نه کم وو.

د پاکستان د مرکزي سټېټ بېنک ګورنر طارق باجوه د روپۍ د قدر راټيټېدو په اړه خپل دليل لري او وايي دا کرنټ اکاؤنټ تاوان سخته ننګونه ده او د تبادلې نرخ دې چېلنج ته ځواب دی. ځايي رسنيو د هغه د خلې ویلي ؤ چې د يونيسکېپ راپور کې د پاکستان د کرنټ اکاؤنټ خساره ۱۲.۱ اربه ډالره ده.

پاکستان کې د اقتصادي چارو کار پوهه فايق حسېن ويلي د کرنټ اکاؤنټ خساره يواځينۍ مسله نه ده په تېرو درېو څلورو کلونو کې د پاکستان ـ چين اقتصادي پروژې (سي پېک) لاندې په غټه کچه د چين نه مشينري هم راغوښتی شوې ده.

پاکستان د ۵۴ اربه ډالرو سي پېک پروژې باندې اندېښنې هم څرګندې کړي او د سېنېټ غړو ويلي چين د پروژې په ځينو خبرو کې پاکستان ته ديکه ورکړې او ګټه يې چينايي پانګوالو او شرکتونو ته ورکړې ده.

حسېن ويلي هغه د ونډو په بازار کې په نرخ اندېښنه نه لري ځکه چې د پاکستان په رنګ ترقي کوونکو هېوادونو کې دا غټې اقتصادي اشارې نه منعکسې کوي، هغه ويلي دا د اسحاق ډار د پاليسو خساره ده.

د نوموړي په وېنا د مالي د وزير د روپۍ قدر په ځایی ساتلو په خلکو قرضه سېوا کړې، پانګه والو د بهر نه ارزان توکي راغوښتي او دلته ځايي پېداوار ګران شوی دي.

بل لور ته امريکا چې د کال ۲۰۰۲م راهسې د ترهګرۍ په ضد جګړې په مد کې پاکستان ته ۱۴ اربه ډالره مرستې ورکړي، پاکستان دغه پېسې د خسارې په ضد کاروي.

امريکې په افغانستان کې د امريکايي پوځي عملیاتو د ملاتړ دپاره پاکستان ته ۷۰۰ ملينه ډالره نور منظور کړي، خو د چهارشنبې په ورځ صدر ډونلډ ټرمپ لاسلیک کړي دفاعي بجټ کې پاکستان ته ورکړی کېدونکې مرستې د تندروه ډلې حقاني شبکې په ضد د عملياتو سره مشروط کړی شوي دي.

د امريکې د دفاع وزير جېم مېټس به دا باور ورکوي چې پاکستان د حقاني شبکې په ضد اقدامات کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG