لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کښې قبایلي سیمې د تعلیم په برخه کښې تر ټولو وروستو دي


پاکستان کښې قبایلي سیمې د تعلیم په مد کښې تر ټولو وروستو دي او خیبر پښتونخوا د هیواد په کچه په پنځم نمبر ده.

پاکستان کښې د تعلیم لپاره کارکوونکې یوې غیر دولتي ادارې الف اعلان د پاکستان د معیاري تعلیم په برخه کښې د اتو سیمو سروې کړې چې ازاد جموکشمیر د ښه او معیاري تعلیم ورکولو په نوملړ کښې په لومړي مقام دی او قبایلي سیمه یا فاټا تر ټولو وروستۍ ده.

راپور زیاتوي چې په هیواد کښې جنسي توپیر یا د ښځو او نارینو برابرۍ کښې فرق دومره زیات دی چې د پاکستان د ۵۵ څخه هم زیات شمیر ضلعو کښې د جونو زده کونکوو شمیرې د ۱۰۰۰ څخه هم کمې دي.

د ۲۰۱۷ م کال درجه بندي ښايي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب ځینو سکولونو انفراسټرکچر کښې ښه والې راغلې خو بلوچستان، قبایلي سیمې او سند تعلیمي معیارونو کښې هیڅ پرمختګ نه دی شوې. راپور وايي دا د اندیښنې وړ خبره ده.

درجه بندي دا هم په ډاګه کوي چې د ښوونځیو نشتوالي له امله په ګرد هیواد کښې سکول ته د نه تلونکو ماشومانو شمیرې هم زیاتې شوي.راپور ښايي چې په پاکستان کې د څلورو لومړنیو یا پرایمري ښوونځیو لپاره یوازې یوه متوسطه یا سکنډري ښوونځي شته. دا پدې معنی ده چې ډیری ماشومان چې پنځم ټولګي ته ځي، ښوونځي نه لري ترڅو خپل زده کړو ته دوام ورکړي.

دغه بیلابیلو سیمو په ښه معیاري تعلیم کښې د ۱۰۰ څخه دومره نمبرې یا سکور اخیستي:

۱. ازاد جمو او کشمیر ۷۲ نمبرې اخیستي.

۲. اسلام اباد ۷۰،۴۳ نمبرې اخیستي.

۳. پنجاب ۷۰،۰۱ نمبرې اخیستي.

۴. ګلګیت بلتیستان ۶۳ نمبرې اخیستي.

۵. خیبر پښتونخوا ۵۷ نمبرې اخیستي.

۶. بلوچستان ۵۴ نمبرې اخیستي چې د تیر کال په پرتله ۲ درجې رامخې ته شوې.

۷. سند ۵۳ نمبرې اخیستي.

۸. فاټا (قبایلي سیمې) ۴۹ نمبرې اخیستي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG