لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وايي: د پاکستان سند ایالت کې د زغم اسلام په ختمېدو دی


د پاکستان په سند ایالت کې د لعل شهباز قلمندر زیارت په سیمه کې د صوفي طریقې د لارویانو تر ټولو مشهور ځای دی.

دلته هندوان او مسلمانان که هغه سونیان دي او که شیعه ګان ټول د زیارت درناوي ته ورځي.

د دې زیارت په اړه ویل کیږي چې د تېرو ۷۰۰ کالو راهیسې هره ورځ د لمر پریوتو پرمهال غټ ډول وهل کیږي او خلک ورته نڅا او ګډا کوي.

ددې کال په سر کې په دغه زیارت کې یوه لویه ځان وژونکې چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۸۰ کسان پکې ووژل شول او داعش یې پړه په غاړه اخیستې وه.

له دې او په ورته توګه په نورو سپېڅلو ځایونو باندې له بریدونو دا څرګندیږي چې په سند ایالت کې د کلتوري زغم حالت په بدلېدو دی.

د سند د شکارپور یو اوسېدونکی نذیر احمد مالک وايي:

(مخکې به سونیان او شیعه ګان ټول یوځای وو او هېڅ توپېرونه نه وه خو د تېرو لسو کلو په موده کې حالات بدل شویدي. خلک له یو بل څخه ویریږي.)

په پاکستان کې د هندوانو ۹۰ سلنه (فيصده) هم په سند ایالت کې اوسېږي خو د تېرو درې څلورو لسېزو په دوران کې زیاتو یې له سند څخه کډه کړې ده.

د بشري حقونو یو فعال کپیل ډیو وايي:

(اصلي دلیل یې دا وه چې زمونږ وړې جونې وتښتول شوې او پرې زور راوړل شو چې خپل دین بدل کړي. دې ویرې والدین او د جونو خپلوان دې ته اړ ایستل چې له هېواده ووځي.)

زیات فعالین په سند کې د مذهبي زغم د کموالي دلیل په دغه سیمه کې د توندلارې اسلام خپرېدل ښيي.

د پاکستان د نورو برخو په څېر په سند کې هم غټې او وړې دیني مدرسې د مرخېړیو په څېر راوغوړېدې.

بشر پوه زی غم خان وايي:

(په سنتي توګه سندیان د روایتي دین لارویان وو. خو اوس مونږ وینو چې ډیرې مدرسې، ملایان او مذهبي مشران دي او دوی بیا خپل دین لري. په پاکستان کې له بده مرغه دغه بڼه د اسلام ډیر قبیلوي ده او په کې توپیرونه او شخړې دي.)

د پاکستان د داخلي امنیت ملي پالیسي چې په ۲۰۱۴ کال کې پارلمان ته وړاندې شوې وه وايي، د هېواد په زرګونو مدرسو کې ځینې داسې دي چې توندلاریتوب خپروي.

د راپورونو له مخې په سند کې له لسو زرو مدرسو څخه ۲۰ سلنه (فیصده) یې اوس تړل شوي دي.

تر اوسه پورې هم په سند کې د پېړیو راهیسې زړه روحیه لا پاتې ده.

د شهباز قلندر په زیارت باندې تر خونړي برید وروسته د موسیقۍ ډلې بیا ډول و واهه او خلکو نڅا وکړه خو پوښتنه دا ده چې ایا دوی به تر راتلونکو نورو ۷۰۰ کالو پورې هم همداسې نڅا و کړای شي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG