لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا اصلاحاتو باندې اسمبلۍ کې کړکیچ،دپښتونخوا میپ لخوا د ریفرنډم تجویز


ښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سپارښتنه کړې ده چې دقبائیلي سیمو په هکله پریکړو دپاره دې یا ریفرنډم یا ټول پوښتنه وکړی شي.
ښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سپارښتنه کړې ده چې دقبائیلي سیمو په هکله پریکړو دپاره دې یا ریفرنډم یا ټول پوښتنه وکړی شي.

دپاکستان دمرکزي حکومت لخوا قبائیلي سیمو کې داعلان کړی شوؤ اصلاحاتو دقانوني مسودې پارلیمان ته دنه وړاندې کیدو په ضد نن په څلورمه ورځ هم مخالفو سیاسي ګوندونو دقامي اسمبلۍ دغونډې نه پریکون یا بائیکاټ کړی دی.

په موجوده بڼه فاټا دپاره دټاکل شوؤ اصلاحاتومخالف ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سپارښتنه کړې ده چې دقبائیلي سیمو په هکله پریکړو دپاره دې یا ریفرنډم یا ټول پوښتنه وکړی شي.

په قامي اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې مشر سید خورشید شاه ویلي چې تر څو پاکستان کې قبائیلي اولس ته دهیواد د نورو وګړو په څیر دحقونو ورکولو باور نه وي ورکړل شوی تر هغې به دوئ دپارلیمان کارروایي په وړاندې تیریدو ته پرې نه ږدي.

له دې وړاندې قامي اسمبلۍ ته پخپله وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ښاغلي محمود خان اچکزي وویل چې دقبائیلي سیمو دپاره هره پریکړه باید دقبائیلي اولس په خوښه وکړل شي.

هغه غوښتنه وکړه چې دپاکستان صدر دې هم نن دقبائیلي سیمو څخه دایف سي ار قانون ختم کړي اؤ ددې ترڅنګ دې قبائیلو ته حق ورکړل شي چې هغه د ووټونو دلارې خپل ځان دپاره دیو قبائیلي ګورنر انتخاب وکړي.

فاټا کې داصلاحاتو ملاتړي سیاسي ګوندونه اؤ ځینې قبائیلي پارلیماني غړي داصلاحاتو مخې ته تر ټولو لویې خنډ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اچکزئ اؤ دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ګڼي .

خو وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دقامي اسمبلۍ غړي ښاغلي قهار ودان دا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې دقبائیلي سیمو په هکله هره پریکړه باید دقبائیلي اولس نه په ټول پوښتنه یا ریفرنډم وکړل شي.

هغه وویل چې دا دقبائیل اولس حق دی چې هغوئ ځان دپاره هر نظام پخپله خوښه وټاکي خو دپښتونخوا قامي وطن پارټۍ مشر ښاغلی افتاب شیرپاؤ بیا فاټا کې داصلاحاتو دپاره د ریفرنډم مخالفت کړی اؤ وایي چې قبائیلي اولس دفاټا خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو پلوي دي اؤ باید دهغوئ په خوښه فاټا دخیبر پښتونخوا برخه جوړه کړل شي.

دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شاهد خاقان عباسي سبا د زیارت په ورځ دپارلیماني مشرانو یوه غونډه رابللې ده چې پکې به فاټا کې داصلاحاتو په قانوني مسوده دهغوئ سره صلاح مشورې کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG