لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:تازه بمبارۍ کې ۳۵ طالب جنګیالي وژل شوي


دافغانستان ولسمشر په ترکیې کې یو ځل بیا طالبانو ته د بین المللي مذاکراتو بلنه ورکړې ده
دافغانستان ولسمشر په ترکیې کې یو ځل بیا طالبانو ته د بین المللي مذاکراتو بلنه ورکړې ده

دافغانستان دامنيتي ځواکونو اؤ طالب وسله والو ترمینځ تازه نښتې شوې چې پکې دافغان چارواکو په وینا په هلمند اؤ اروزګان ولایتونو کې ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان ولسمشر په ترکیې کې یو ځل بیا طالبانو ته د بین المللي مذاکراتو بلنه ورکړې ده.

حکومت مخالفه یاغیان دریځ لري چې ترڅو دافغانستان څنګه بهرني ځواکونه وتلي نه وي هغوئ به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

دهلمند یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي عبدالقدير بهادري خبریالانو ته ویلي چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د ناوې، مارجې، ګرمسېر او ګرشک ولسواليو په ځینو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې شل وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

د هغه په وينا چې په دغو عملياتو کې عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

افغان چارواکي دا دعوه هم کوي چې هوايي ځواکونو د اروزګان په ترينکوټ کې د طالبانو دوه مرکزونه هم په نخښه کړي دي چې پکې ۱۵ طالبان وژل شوي اؤ‌ شپږ نور ژوبل شوي دي.

خو طالبانو ددغه امنیتي چارواکي ددعوې په هکله تر دې مهاله څه نه دي ویلي

افغان حکومت پخپله خاوره د طالبانو د فعالیتونو اؤ ورانکارۍ پړه دپاکستان په استخباراتي شبکه ایي ایس ایي اچوي اؤ تور لګوي چې پاکستان طالبان افغانستان کې جنګونو ته لمسوي خو پاکستان دافغانستان دغه دعوې ردوي.

دافغانستان صدر اشرف غني اؤ امریکایي چارواکي وایي دامهال دپاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله تر ۲۱ؤ پورې ترهګرۍ ډلې فعاله دي چې افغان اؤ نړیوال ځواکونه یې مقابله کوي.

دناټو عمومي ستر تیره اوونۍ ویلي وؤ هغوئ په افغانستان کې خپل ماموریت نور هم پیاوړی کوي اؤ نور طالبانو سره درې لارې پاتې شوي چې سولې ته حاظر شي ، وسلې وغورځوي اؤ یا هم مرګ ته تیار شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG