لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:دبیت المقدس په هکله امریکایي پریکړه دې نړیوالې محکمې ته یوړل شي


هغه غونډې ته وړاندیز وکړو چې په بیت المقدس د اسرائیل تسلط ختمولو دپاره دې داقتصادي لارو فشار ته دوام ورکړل شي
هغه غونډې ته وړاندیز وکړو چې په بیت المقدس د اسرائیل تسلط ختمولو دپاره دې داقتصادي لارو فشار ته دوام ورکړل شي

دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي داسلامي هیوادونو تنظیم او ایي سي ته وړاندیز کړی چې دامریکا لخوا دبیت المقدس د اسرائیل دپلازمینې په توګه دمنلو پریکړه دې دانصاف نړیوالې محکمې ته یوسي.

دترکي استنبول ښار کې د او ایي سي غونډې ته خپله وینا کې دوزیراعظم خاقان عباسي ویلي دبیت المقدس په اړه امریکایي پریکړه د ملګرو ملتونو د قراردادونو ښکاره جاره سرغړونه ده ځکه نو امریکا دې خپله دغه پریکړه بیرته واخلي.

هغه غونډې ته وړاندیز وکړو چې په بیت المقدس د اسرائیل تسلط ختمولو دپاره دې داقتصادي لارو فشار ته دوام ورکړل شي اؤ مسلمان هیوادونه دې په دغه حواله یو موټی اوسي.

هغه وویل “زمونږ د کمزوریو له امله امریکې دخپلې سفارتخانې تل ابیب نه بیت المقدس ته دوړلو اعلان کړی اؤ پاکستان دامریکا ددغه فیصلې په ضد دفلسطین تر شا په کلکه ولاړ دی”

ددې کانفرانس مشري د ترکي د ولسمشر طیب اردغان کوله.

له غونډې وروسته خپره شوې اعلامیه کې د ډانلډ ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه منل په سختو ټکو وغندل.

په اعلامیه کې یوځل بیا اسلامي هېوادونو د فلسطینیانو د حقونو په کلکه ملاتړ شوی.

دوي وویل فلسطینیان حق لري چې د ۱۹۶۷ کال د جون په څلورمې نیټې ټاکل شوې پولې پر بنسټ یو خپلواک حکومت ولري چې ختیځ بیت المقدس به یې پلازمېنه وي.

فلسطیني چارواکو د صدر ټرمپ داعلان په غبرګون کې ویلي وؤ چې امریکه ددغه پریکړې نه وروسته منځني ختیز کې دامن عمل کې دیو بې طرفه منځګړي حیثیت دلاسه ورکړی دی اؤ د اسرائیل په ډاګیز ملاتړ یې ځان ددغه کشالې یو فریق جوړ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG