لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان سره سوداګري اسانوي


ويل کېږي چې د دې پلان تر بشپړېدو وروسته به د تجارتي سامانونو د کتنې او څارنې کار ډېر لږ وخت اخلي
ويل کېږي چې د دې پلان تر بشپړېدو وروسته به د تجارتي سامانونو د کتنې او څارنې کار ډېر لږ وخت اخلي

پاکستان د تجارت د ودې لپاره پر خپلو سرحدونو د درېو تاسيساتو يا تجارتي مرکزونو د جوړولو پلان جوړ کړى، چې تر بشپړېدو وروسته به يې د سامانونو د څارنې کار په ډېر لږ وخت کې تر سره کېږي او د نوؤ آلاتو له امله به ورسره امنيت هم شي.

په پاکستان کې د محصولاتو مرکزي ادارې (ايف بي آر) له هند او افغانستان سره پر خپلو سرحدونو د درېو سرحدي کمپليکسونو د جوړولو منظوري ورکړې ده.

دغه تجارتي مرکزونه به په تورخم، چمن او واهګه پولو باندې جوړېږي، چې دا به له دغو واړو هېوادونو سره د پولو په سر په تجارت کې اسانتياوې پيدا کړي او تجارت به تُند کړي.

ويل کېږي چې د دې پلان تر بشپړېدو وروسته به د تجارتي سامانونو د کتنې او څارنې کار ډېر لږ وخت اخلي او د جديدو يا نوؤ آلاتو له کبله به امنيت هم ورسره ښه شي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډ اوطاق يا چېمبر بنسټ اېښودونکي مشر زبير موتي والا له امريکا غږ سره په خبرو کې پر پوله د تجارتي کمپليکسونو جوړېدل يو ښه پرمختګ ګڼلى دى.

«"څنګه چې مونږ تر پولې هغې غاړې ته اوړو، نو زموږ مالونه هلته ايسار وي، يوه داسې طريقه بايد وي چې پکې د چا خبره هم واورېدل شي او په لاريو کې چې کوم سامانونه وي هغه که کتل کېږي هم دې کتل شي. زه فکر کوم چې دا د پاکستان ښه پرېکړه ده، له دې سره تجارت پرمختګ کولى شي او مثبت اثر ورباندې لرلی شي".

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ځمکې له لارې تجارت اکثر د بلوچستان صوبې د چمن- سپين بولدک او په خېبرايجنسۍ کې د تورخم پولو په لارو کېږي.

تېره مياشت د پاکستان افغانستان د سوداګرۍ د ګډ چېمبر مشرتابه غړو په غونډه کې هم د دغو دواړو هېوادونو سوداګرو ويلي وو، چې د دوه اړخيزه تجارت په منځ کې پراته خنډونه بايد لرې کړل شي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د سياسي اړيکو د خرابوالي له کبله دوه اړخيز تجارت په تېرو دوو کلونو کې ډېر کم شوى دى، خو د دې په نسبت د افغانستان او ايران تر منځ ګډ تجارت تر پخوا زيات شوى دى.

د پاکستان او افغانستان تاجران او صنعتکاران په دې نظر دي، چې دغه دواړه هېوادونه دې خپل تجارت له نورو معاملاتو څخه بېل وساتي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډ چېمبر تل دا غوښتنه کوي، چې نه يواځې د سرحدي لارو په وسيله د تجارتي سامانونو په وړلو راوړلو کې اسانتيا پيدا کولو ته اړتيا ده، بلکې د دغو هېوادونو حکومتونه دې دا باور هم ورکړي، چې د حالاتو د ګډوډۍ په نتيجه کې دې دغه سرحدي لارې نه بندوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG