لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت دکاسا-۱۰۰۰بریښنایي پروژې هندي کمپنیو ته ورکړې


نړیوال بانک د کاسا-۱۰۰۰ پروژه تمویلوي چې شاوخوا ۲۳۵.۱۶ میلیونه ډالر کیږي
نړیوال بانک د کاسا-۱۰۰۰ پروژه تمویلوي چې شاوخوا ۲۳۵.۱۶ میلیونه ډالر کیږي

افغان حکومت له منځني اسیا څخه د کاسا- ۱۰۰۰ بریښنا د پروژو تړون له دوو هندي شرکتونو سره لاسلیک کړی دی.

د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا پرژوې لویه برخه د افغانستان له لارې پاکستان ته او بیا هند ته انتقالیږي چې ۷۶۵ کیلو مېتره کیږي.

د افغانستان د برېښنا شرکت د دغې پروژې تړون د دوشنبې په ورځ ( ډسمبر۱۰) په ارګ کې د (کې پي ټي ال) او (کې اي سي) هندي شرکتونو سره لاسلیک کړ، ولسمشر غني هم د تړون د لاسلیک کولو پر مهال موجود و.

نړیوال بانک د کاسا-۱۰۰۰ پروژه تمویلوي چې شاوخوا ۲۳۵.۱۶ میلیونه ډالر کیږي او چارواکي وايي په دریو کلونو او دریو پړاوو کې به عملي شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه ۷۶۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۵۶۳ کیلومتره یې د افغانستان د اوو ولایتونو کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار په ۲۳ ولسوالیو کې تیریږي او په تطبیق سره یې د دغو سیمو ۱۵۲۰۰۰ زرو کورنیو ته د بریښنا سربیره د کار زمینه هم برابریږي.

دغه راز د افغانستان بريښنا شرکت د ارغندې د ۵۰۰ کیلوولټ سب سټیشن جوړولو تړون هم نن له یوې هندي او افغاني ګډې کمپنۍ سره لاسلیک کړ، چې د دغه سب‌ سټیشن د جوړولو چارې د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې پیل او دوه نیمو کلونو کې بشپړ کیږي.

کاسا-۱۰۰۰ د هېوادونو ترمنځ پول

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني په کابل کې ددغې پروژې په اړه خبریالانو ته وویل "د کاسا- ۱۰۰۰ پروژه یواځې د بریښنا د انتقال ځانګړې پروژه نه ده چې له منځنۍ آسیا څخه افغانستان ته او جنوبي آسیا ته بریښنا انتقال کړي، بلکې دا یو پول دی، چې د دوو سیمو ملتونه او څلور هیوادونه سره نښلوي، موږ تل په خپلو سیاستونو کې ټینګار کړی، چې موږ غواړو بریښنا د سیمه ‌ییزو همکاریو وسیله وګرځي".

ښاغلي عثماني زیاته کړه، چې د دغې پروژې د ډیزان او تخنیکي چارې په شپږو میاشتو کې ترسره کیږي او له هغې وروسته به د پروژې د تطبیق عملي کارونه پیل شي.

ددغې پروژې پر سر له شاوخوا لسو کلونو راهیسې د افغانستان، پاکستان، قرغیزستان، تاجکستان او تمویلونکو ادارو ترمنځ بحثونه روان وو او د ۱۳۹۵ کال د ثور په میاشت کې د څلورو هیوادونو مشرانو پر دغې پروژې موافقه وکړه.

د تاجکستان د اوبو او بریښنا وزارت مرستیال جمشید شیوم‌ زاده، چې د یادې پروژې د پیل لپاره کابل ته راغلی وايي، د کاسا- ۱۰۰۰ پروژه ځکه وځنډیدله چې د تخنیک او ډیزاین پر سر یې خورا زیات کار ته اړتیا وه.

هغه وویل "دا له تخنیکي پلوه بېسارې ده، داسې تخنیک په سیمه کې نه وو او نشته، موږ د یو بل له سیستمونو څخه زده کړه وکړه او موجود خنډونه مو په ګډه سره له منځه یوړل، دا د دې ښکارندويي کوي، چې موږ د سیمې هیوادونه په ګډه او اتحاد سره کولی شو، چې کوټلي ګامونه پورته کړو او نه یواځې خپلې سیمې سره ونښلوو بلکې خپل ملتونه سره هم یوځای کړو"

(دامریکا غږ اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG