لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیویارک د برید په تور یو ۲۷کلن بنګله دیشی کډوال نیول شوی دی


پولیس وایي د نیویارک له برید سره په تړاو یې د ۲۷ کلن عقاید الله په نامه یو مشکوک کس نیولی چې له بنګله دېش څخه د کډوال په توګه امریکا ته راغلی او د نیویارک په بروکلن کې یې ژوند کاوه.

په ترسره شوي برید کې خپله د یاد کس لاسونه او خېټه هم سوزېدلې ده او دا مهال په بیلیو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

په نیویارک کې د اور وژنې د ادارې مشر ډانیل نیګرو وویل چې په دغه برید کې څلور نور کسان هم په برسېرنه ټوګه ټپي شویدي.

چاودنه د دوشنبې یا ګل په سهار د سیمې په وخت ۷:۲۰ باندې په هغې پلې لارې باندې شوېده چې د نیویارک اوم سړک له اتم سره نښلوي.

خبر زیاتوي چې نیول شوي مشکوک کس هغه بم چولی چې په پایپونو کې یې جوړ کړی وه.

نوموړی په هغو امنیتي کامرو کې هم ښکاري چې په سیمه کې لګېدلې وې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سیره هوکبي سېنډرز په ټوېټر خپل پیغام کې وویل چې د پیښې په اړه ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته معلومات ورکړل شوي دي.

واشنګټن کې د بنګله دېش سفارتخانې ويلي، د بنګله دېش حکومت د ترهګرۍ په ضد څرګنده پاليسي لري.

سفارتخانې ويلي بنګله د ګل په ورځ نيويارک او ګرده نړۍ کې چې هر چرته ترهګري کيږي غندنه يې کوي.

"ترهګر ترهګر وي هغه که د هر نسل يا مذهب سره تعلق ساتي، د قانون منګولو ته دې راوستی شي".

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG