لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:په اعلامیو نه کیږي،بیت المقدس دپاره به کوټلی غږ پورته کوؤ


هغه په ټینګار سره وویل، د فلسطینیانو برحقه حقونه او غوښتنې باید تامین شي.
هغه په ټینګار سره وویل، د فلسطینیانو برحقه حقونه او غوښتنې باید تامین شي.

دافغانستان اولسمشر ښاغلی اشرف غني وایي دبیت المقدس معامله یوازې په اعلامیو نه هواریږي بلکې افغان حکومت به په دغه هکله په هر مناسب فورم غږ پورته کړي.

دخالي په ماښام ارګ کې دیني عالمانو سره یوه کتنه کې افغان اولسمشر ویلي چې اقصی جومات، قدس شریف او فلسطین درې واړه د نړۍ مسلمانانو ته ځانګړی ارزښت لري اؤ دغه حقیقت دامریکا په ګډون ټولې نړۍ ته واضحه دی.

هغه وویل د بیت المقدس داسرائیل پلازمینې ګرځولو اعلان سره د افغانستان اؤ دنړۍ د ټولو مسلمانانو زړونه غمجن دي او د دوی اندېښنې يې په خپله اعلامیه کې واضح کړې دي.

ښاغلي اشرف غني وویل اسلامي نړۍ په هلو ځلو بوخت ده چې دبیت المقدس په اړه خپل یووالی نور هم پیاوړی کړي اؤ د افغانستان حکومت به په ټولو نړیوالو سازمانونو او ناستو کې د افغانستان د خلکو د دریځ استازیتوب او ملاتړ وکړي.

هغه په ټینګار سره وویل، د فلسطینیانو برحقه حقونه او غوښتنې باید تامین شي.

دجمعې په ورځ په افغانستان کې دامریکا لخوا دبیت المقدس داسرائیل دپلازمینې په توګه د منلو په ضد په زرګونو افغانانو احتجاجي مظاهرې کړې وې اؤ دامریکا ملي بیرغونه یې سوځولي وؤ.

ښاغلي اشرف غني په دې خبره هم خوښي وښودله چې دغه مظاهرې په پرامنه ډول شوي اؤ دمظاهرو جوړونکو ورانکارو ته خپلو صفونو کې ځایې نه دی ورکړی.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دچهارشنبې په ورځ دبیت المقدس داسرائیل دپلازمینې په توګه دمنلو اؤ دخپلې سفارتخانې تل ابیب نه یروشلم ته د منتقل کولو اعلان کړی ؤ چې په هغې دنړیوالې ټولنې اؤ اسلامي هیوادونو لخوا سخت غبرګون مخې ته راروان دی.

فلسطیني چارواکو د صدر ټرمپ داعلان په غبرګون کې ویلي وؤ چې امریکه ددغه پریکړې نه وروسته منځني ختیز کې دامن عمل کې دیو بې طرفه منځګړي حیثیت دلاسه ورکړی دی اؤ د اسرائیل په ډاګیز ملاتړ یې ځان ددغه کشالې یو فریق جوړ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG